
روهي (پنخه نۍ/۲۳ د غبرګولي)، د پاکستان د ملي جرګې (اسمبلۍ) مشر اسد قیصر رسنيو ته ويلي دي چې نه شي کولی ترڅو د دغه جرګې دوه غړي علي وزير او محسن دوړد پېښور له زندان را وباسي.
علي وزير او محسن دوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او همدا ډول د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړېتوب لري. دوی نېږدې مياشت وړاندې د پاکستاني پوليسو له خوا نېول شوي او په زندان کې اچول شوي دي.
په پاکستان کې چې هر کله د ملي جرګې کوم غړی ونېول شي، نو د جرګې د مشر په غوښتنه له زندان راېستل کيږي او په عمومي ناستو کې ګډون کولی شي.
خو د علي وزير او محسن دوړپه اړه اسد قيصر وايي چې ياده مساله د ده د وس خبره نه ده او نه شي کولی چې ياد کسان له زندان را وباسي.