زما زړه

اورېدلي مې دي چې څوک مړ شي نو سټه ( وجود ) يې په قبر کې چينجي خوري او بېرته خاورې کيږي. او پدغه وجود کې زړه هم وي. دا مې هم اوريدلي دي چې کلالان د خاور څخه منګې، منګوټي او د لوبو شيان جوړوي.
خو! زه نه پوهېږم چې زه مړ شم زما د وجود خاوره به د کوم کلال ګوتو ته ورشي او کنه؟ او که ورشي نو زما له خارو به کلال څه شی جوړوي ؟
خو زه يو ارزو لرم چې زما دزړه له خارو دې دکوچنيانو د لوبو څيز جوړ کړي، چې بيا دغه څيز کوم نازدانه کوچني ته لاس ورشي او هغه يې ولوبوي مينه ورکړي او ويې نازوي! ځکه کوچنې خو به ورته د نفرت او کينې په سترګو نه ګوري.
د خپلې ساعت تېرۍ لپاره به يې له ماتولو ساتي او پرې به خپه کيږي او ناز په ورکوي او د خپل ځان په څېر به يې لکه ماشوم پالې.