وکیل شهاب خټک: علي وزیر د سر څخه تر پښو وهل شوی او ژوبل شوی دی

روهي( پنځه نۍ/۲۳ د غبر ګولي )، د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شویو مشرانو وکیل شهاب خټک ډیوه راډیو سره خبرو کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د پاکستان د پارلمان په غړي علي وزیر باندې سخت وهلی او پر بدن یې، له سره تر پښو پورې، د وهلو نښې پاته دي.
 

شهاب خټک دا خبره هم کړې ده چې علي وزیر ورته ویلي، دا وهل د په بند کې نه، بلکې د خړ کمر د پیښې وروسته، د نیولو پر وخت خوړلي دي.
 

شهاب خټک د علي وزیر له قوله وایي چې کله پوځ د تېرې میاشتې په ٢٦ مه نېټه په شمالي وزیرستان خړ کمر سیمه کې هغه ونیولو نو په ده ېی د لوړو (سوټیو) په ذریعه ډېر سخت سخت ګوزارونه وکړل چې دا یې ژوبل کړ.
 

شهاب خټک ویلي چې د محسن داوړ په لاس ېی هم زخم لیدلی دی او دغه زخم هغه وخت جوړ شوې وو کله چې پوځي عسکرو په خړ کمر سیمه کې د پښتون ژغورنې په پلویانو ډزې کړې وې چې په نتیجه کې ېی د پښتون ژغورنې غورځنګ ١٣ فعالان مړه شوي وو او په لسگونو نور ژوبل شوي وو.