حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر هوایي میدان توغندیو بریدونه کړي دي

روهي( پنځه نۍ/۲۳ د غبر ګولي )، حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په ابھاء ښار نړیوال هوایي میدان باندې توغندیز بریدونه کړي دي چې ۲۶ کسان په کې ژوبل شوي دي.
 

دغه هوایي میدان څخه داخلي او خارجي هوایي سفرونه د یو څه وخت لپاره ځنډېدلي وو چې اوس بېرته شروع شوی دي.
 

ژوبل شوو کسانو کې ۸ مسافر هم شامل دي چې دا وخت په روغتون کې دي. د یاد هوایي میدان ادارې تردې دمه د مسافرو په اړه څه نه دي ویلي چې د کوم هېواد دي.