
روهي( پنځه نۍ/۲۳ د غبر ګولي )، ویانا،اوترېش کې د ملګرو ملتونودفتر مخې ته د افغان ولس ټولنې غړو او اوترېش مېشتو پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پښتونژغورنې غورځنګ په ملاتړ یو پراخ لاریون تر سره کړ.
دغو لاریون کوونکو ویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول نیول شوي غړي دې آزاد شي.
دغو لاریون کوونکو په ملګرو ملتونو هم غږ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ خبرو ته دې غوږ کېږدي.