پاکستان په خپلو کړنو پښېمانه اېسي

پاکستان چې له کلونو راهيسې یې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړی و، دوی داسې فکر کاوه چې دا عظیم ملت به مات او افغانستان چې ان له ډېر پخوا څخه د پاکستاني مقاماتو ناولې هیله وه، د پاکستان پنځه صوبه وګرځوي. خو د د دې ویاړلي ملت ماتول دومره هم اسانه نه دي لکه څومره چې دوی ورته فکر کړی و او د افغانانوماتول خو بېخي سخت دي، ځکه چې همدغو افغان د روسیې په شان ستر او قوي ځواک ته داسې ماته ورکړه چې ټول عمر به یې یاد ساتي، خو له بده مرغه چې جهادي مشرانو او ډلو د هغوی له ماتې وروسته په کورنیو شخړو او جنګونو کې هیواد داسې ویجاړ او ولس بدمرغه کړ، چې لا هم دغه بدمرغه جنګ ادامه لري او افغان ولس یې د هغې لوی بریا په خوږو پوه نه کړ.

چې پخواني شوروي اتحاد او تر هغه دمخه د نړۍ نورو زبرځواکونو دا ملت مات نه کړ او نه یې هم دا د عظمتونو او غیرتونو وطن ښکېل کړ، نو پاکستان خو بیا هېڅکله هم نشي کولی چې افغانان مات کړي. او له افغانانو سره مخامخ جګړه وکړي. له کلونو راهيسې چې پاکستان پر افغانانو او په خاصه توګه پر پښتنو کوم ظلمونه کړي هغه یوازې خدای ته معلوم دي. مګر اوس د دې وخت را رسېدلی چې پاکستان به یا له وحشتونو او ظلمونو لاس اخلي او یا به هم د هغو سزا ګالي.

ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د غرور د ماتولو لپاره د هیواد هغه اړتیاوې چې په پاکستان پورې تړلې وې، له نورو لارو رفعه کړې او د پاکستاني مقاماتو له ذهن یې هغه غرور او فکر د تل لپاره ووېسته چې دوی به ویل افغانان ناچاره دي چې د پاکستان هر ظلم او ناز په ورین تندي ومني، ځکه چې که افغانستان د پاکستان له لارو او همکارۍ پرته دوام نشي کولی، مګر ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې دا معادله او فرضیه برعکس کړ ه او اوس پاکستان داسې ګڼي چې د افغانستان له همکارۍ پرته له اوسمهالو ستونزو او اقتصادي بحرانونو څخه نشي راوتلی.

په دې وروستیو کې داسې ښکاري لکه پاکستان چې پر خپلو کړنو پېښمانه وي او د ځان بدلولو فکر او اراده لري. دوی وایي چې افغانستان او پاکستان باید د یو ښه ګاونډي په شان ژوند وکړي. پاکستان باید په دې هر څه له اول نه ځان پوه کړی وای او دا یې منلې وای چې افغانستان په زور نشي تابع کولی او نه هم د افغانستان پر وړاندې د دښمنۍ دریځ د دوی په ګټه دی.

پاکستان له یوې خوا ښاغلي غني پر کړو ظلمونو پېښمانه کړ او له بلې خوا په کوزه پښتون خوا کې مېشتو پښتنو هم خپل غږ پورته کړی چې له پاکستان نه خپل حق وغواړي. ځکه چې له دا دومره کلونو راهېسې چې دوی کوم ظلمونه کول داسې هېڅوک هم پیدا نشول چې خپل حق وغواړي.

مګر پاکستان اوس مجبوره دی چې یا له ولسمشر غني او منظور پښتین سره د ورورۍ او عدالت لاره یوسي او یا دواړو ته حساب او کتاب ورکړي، د خپلو ظلمونو، وحشتونو، جنایتونو او ناکردو حساب.