شور جوړونکي چرګ محکمې ته وړل شوی دی

روهي( څلورنۍ/۲۲د غبر ګولي )،فرانسې هېواد یو کلیوالي سیمه ( پیرس ) کې په یو چرګ باندې تور پورې شوی دی چې دا د خپل تېزو اذانونو سره په سیمه کې شور جوړوي چې د همدې خاطره اوس د دغه چرګ د خاوند د کور سره نژدې بل کور خاوند په محکمه کې پر دغه چرګ باندې تور پورې کړی دی چې دا د خپلو اذانونو سره شور جوړوي.
 

دغه چرګ په ( مورس ) په نوم وروسته له هغې مشهور شوی دی کله چې پر دغه چرګ باندې په محکمه کې د تېزو اذانونو له کبله شکایت ثبت شو.
 

دغه سړی چې په مورس یې شکایت ثبت کړی دی وایي چې دغه چرګ د سهار له وختي څخه تر ماښام پورې په تېز اوز سره اذانونه کوي چې دا یې سخت په تنګ کړی دی.