خیبر پښتون خوا سوات سیمه کې زلزله وشوه   

روهي( څلورنۍ/۲۲ د غبر ګولي )، د خیبر پښتون خوا په سوات سیمه کې نن سهار د (۵.۰ ) تېز والي سره زلزله وشوه دغه زلزله د د خیبر پښتون خوا سوات سیمې ته نژدې ځینو نورو ښارونو ( پېښور، باټاګرام، منسېره او مظفراباد ) کې هم مالومه شوې ده.
 
 
دغه زلزله د ځمکې لاندې ۱۸ کېلو متره اټکل شوې ده .
 

د دغې زلزلې مرکز د سوات سیمې غرونه وو چې ۲۰ کېلو متره د باټاګرام څخه لرې پراته دي.