منظور پشتین: قصابان حلال حیوانات او د پاکستان ریاست خلک حلالوي   

روهي( څلورنۍ/۲۲ د غبر ګولي )، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په خپلو تازه خبرو کې ویلي دي چې د پاکستان ریاست د خپلو ولسي وګړو سره د یو ریاست په شان کړنې نه کوي.
 
 
منظور پشتین زیاته کړې ده چې د پاکستان ریاست د ولسي خلکو سره د قصابانو په څېر کار کوي قصابان حلال حیوانات حلالوي خو دغه ریاست خلک حلالوي.
 

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي تل په پاکستان حکومت تورنوي چې هغه خلک وژني چې د ژوند کولو حق غواړي.