پاکستان ته د ولسمشر غني دا ځلي سفر

ولسمشر غني چې واک ته له رسېدو وروسته خپل لومړی سفر وکړ، نو مستقیماً په رالپنډۍ کې د پاکستان نظامي مرکز (جي، ایچ، کیو) ته ولاړ او په هلته ورتګ یې ډېرو خلکو توندې نیوکې وکړې او د پروتوکول خلاف عمل یې وباله، مګر د ولسمشر غني استدلال دا وو چې د پرېکړو او تصامیمو اصل صلاحیت د پاکستان له ملکي نه، بلکې نظامي مقاماتو سره دی او په همدې خاطر هلته ورغی.

هغه وایي د جرګې اصول دادی چې له بې واکه نه، بلکې له هغه چا سره خبرې کېږي چې واک یې په لاس کې وي، ځکه نو د پاکستان ملکي مقاماتو سره بحث او خبرې د وخت له ضایع کولو پرته بله مانا نه لرله. دا واقعیت دی چې پاکستان کې هر څه د نظامي حکومت په لاس کې دي. مګر کله چې پاکستان د ولسمشر غني په خبرو عمل ونه کړ او خپل دریځ یې بدل نه کړ، نو بیا یې له پاکستان سره خپلې اړیکې وځنډولې، په دې منځ کې ډېرې جرګې او منځګړي لاړل او راغلل چې ولسمشر غني پاکستان ته ورتلو ته وهڅوي او یا حداقل دېته یې قانع کړي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې نورمال کړي، مګر ولسمشر غني وویل چې په دې برخه کې دې پاکستان خپلې کړې ژمنې عملي کړي او تر هغو چې په خپلوژمنو عمل ونه کړي، نو نه به پاکستان ته سفر وکړي او نه به هم له هغوی سره په اړیکو فکر وکړي او دا یې هم وویل چې په دې برخه کې د عمل ابتکار د پاکستان په لاس کې دی او دا له پاکستان پورې اړه لري چې اوس څه کوي؟

دا مهال چې په پاکستان کې بدلون راغلی او عمران خان د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی نو هغه ولسمشر غني ته ټینګه ژمنه ورکړې چې پاکستان به د افغانستان پر وړاندې خپله پالیسي او دریځ فوق العاده بدلوي، نو ولسمشر غني هم د دوی په بلنه دا ورسره منلې ده چې پاکستان ته به رسمي سفر وکړي.

مګر د ولسمشر غني داځلي سفر تر نورو سفرونو فوق العاده فرق لري، فرق یې په دې کې دی چې په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان لوړ پوړو مقاماتو کاري او مشورتي غونډې پیل کړې دي، په افغانستان کې د پاکستان سفیر سره د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وکتل، د روژې په میاشت کې ښاغلي محب پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې له پاکستاني جنرالانو سره کتنې لرلې، د دې ترڅنګ ولسمشر غني په خپله هم د سعودي عربستان په سفر کې د پاکستان لومړي وزیر سره وکتل.

همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان پاکستان ته په رسمي سفر تللی دی او همدا نن د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړی استازی له ولسمشر غني سره لیدنه لري، نو دا او دېته ورته نورې لیدنې او سفرونه دا ښیي چې د ولسمشر غني دا ځلي سفر ته زیات کار شوی دی او له همدې امله باور دی چې دا ځل به پاکستان د ځان او خپل دریځ او پالیسي په بدلولو اساسي فکر وکړي.