
د غره په لمن کې په جګه غونډۍ توره کیږدۍ ولاړه ده. یو لورته یې په نښترو پټ هسک غر ښکاري او بل لورته یې شین بڼ د سړي تر سترګو کیږي.دغونډۍ په خوا کې یو لوی خوړ دی او سپینې اوبه چې د غره له یوه جګ ځایه را توئیږي کږې وږې بهیږي او له ځان سره څه وایي.
د کیږدۍ څښتن یو کنډک وزې لري چې یو زوی یې وزې او بل زوی یې ورغومي هره ورځ د څر د پاره بیایي، مازدیګر چې اوزې راشي او د ورغومو سترګې په و نښلي یو بل ته داسې نارې وهي چې د میندو او بچو مینه ترې له ورایه څرګندیږي.
کله کله د کیږدۍ څښتن څه نور پیڅلونه له کیږدۍ سره و نښلوي او خپلې وزې ترې لاندې پنډې کړي.
دا کیږدۍ چې ددې سړې او د وزو د پاره یو ښه سبب دی د همدې وزو له وزغمو جوړه شوېده.
کوم وخت چې دې سړي د اوزو له شا دا وزغمې پرې کول زه په دې نه پوهېدم چې دا به یو ورځ د همدغو وزو په ښه راشي. ما به ویل چې دا سړ ی ددې وزو په پیو او ورغمو دواړو باندې خپله ښه کوي او په وزو باندې هیڅ زړه سوی نه لري.
خو داسې نه ده د وزو په غولانځو کښي دومره څه پریږدي چې بچې یې ورباندې ښه ماړه شي. دا پۍ هم دی وړیا نه خوري، دې تر څو وزې ښې مړی نه کړي د شیدو څخه ځان ته څه نه اخلي، دی پخپلو وزو دومره ذهیر دی چې یا یې په پخپلو زامنو پیایي یا ورته داسې سړی نیسي چې هغه لکه لیوه د وزو وینو ته تږی نه وي.
او ډیر زړه سوانده وي چې ټوله شپه په ویښه تیروي او لیوان د وزو داړلوته نه پریږدي. دی ډیر پام کوي چې وزې یې داسې بوټې و نه خوري چې هغه ورته ښه نه وي او نه یې په داسې لاره بیایې چې ګړنګونه او پاڼونه وي او د لویدلو ډار په کښې وي.
وګورئ د وزو خاوند له خپلو وزو څخه څنګه ښه ګټه کوله او څومره ښه یې وسره کول د یوې ټولنې پیاوړي او پوه مشران هم له خپلې ټولنې سره همداسې کوي، نو دغسې زړه سوانده مشر ته به ولې سړی خپل ځان نه سپاري، بې له دغه راز مشرانو خود یو ګام ژوندون هم ډیر ګران دی په تېره بیا په دې وخت کې چې ویښو او پیاوړو مشرانو ته ډیر اړ والي لیدل کیږي.
مونږ هم نن دغسي مشرانو ته په خپله ټولنه کې اړتیا لرو، خو له بده مرغه چې دلته ټوله د خپلو ګټو لپاره منډی وهې او د خپلو خلکو غم او اندیښنه ورسره نشته. لا نورهم خلکو ته ستونزی جوړي.
کاش زمونږ هېواد کې هم دغسې مشران وي چې د دردېدلو او تر پښو لاندی شوو خلکو پالنه یې کړي وه.