
روهي (درې نۍ/۲۱ د غبرګولي)، د تورو پیسو د سپینولو په تور د پاکستان سترې د محکمې په حکم د پاکستان امنيتي ځواکونو پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري په زندان کې واچولو.
په زرداري تور دی چې د ناقانونه او جعلي بانکي حسابونو له لارې پيسې تر لاسه کړې او ساتلې يې دي. د پاکستان سترې محکمې څه وخت وړاندې د نوموړي او د ده د خور ضمانتونه رد کړل.
له دې وړاندې د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف او د هغې لور مريم نواز هم نېول شوې او دوسيې روانې دي.