عطا په چا لاريونونه کوي؟

عطا په چا لاريونونه کوي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

افغانستان کې ډېری سياسي څېرې او بنسټونه د نورې نړۍ سره په ژور توپير د واک تر لاسه کولو او موخو ته د رسېدو په پار؛ له ځينو لارو کار اخلي چې ولس غولنه، هېواد ويجاړي، ځان پالنه، د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټې په کې له لېرې ښکاري. په نوره نړۍ کې سياسي کسان او ډلې د منظمو ايډيالوژيو له لارې واک اخلي، په واک کې بدلون راولي او يا هم د واک د پاتې کېدو هڅه کوي. په افغانستان کې معمول ده، چې هر کله يو سياسي کس او يا ډله د حکومت له واک شړل کيږي، نو بيا ولس غولنه پيل کوي، خلک بغاوت او لاريونونو ته هڅوي، بغاوتونه پلوي او تر دې چې غرونو ته د پورته کېدو او وسله وال مخالفت ګواښونه کوي.

اوس چې ولس ولسمشرېزې ټاکنې پر وړاندې لري، نو يو شمېر سياسي کسان د باج اخېستو په پار د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د اوسني حکومت پر مشروعيت بحث کوي او په ځانګړي ډول له ولسمشر غني غواړي چې واک پرېږدي. د محمد حنيف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنيزه ډله له نورو په دې کې مخکښه ده چې بايد ولسمشر غني د نور واک خوشی کړي او که چېرې بيا په واک کې پاتې کيږي نو د ولسمشرۍ لپاره له نوماندۍ دې تېر شي.

دوی تر دولسو نور هم د ولسمشرۍ نوماندان هڅولي دي او يوه شورا يې رامنځ ته کړې ده کومه چې د لاريونونو، مدني بغاوتونو، لويو لارو د تړلو، دولتي ادارو د بندولو او ګډوډۍ د جوړلو ګواښونه کوي.

عطا او ورسره ډلې يې د جوزا له لومړي نېټې وړاندې ويلي وو، چې د جوزا په لومړۍ نېټه د ولسمشرۍ ماڼۍ په شمول د دولتي ادارو دروازي ور وتړي. خو د جوزا د لومړۍ نېټې په را رسېدو يې وويل، چې روژه ده او نه غواړي چې خلک سرګردانه کړي. ده ګواښ وکړ چې له اختر وروسته به لويې لارې وتړي، په مرکز کابل کې به د ولسمشرۍ ماڼۍ او وزارتونو دراوزې بندې او ولايتونو ته به هم دغه لړۍ وغځوي، پراخه لاريونونه به وي او د ټرافيکو پر مخ به هم سترې لارې وتړي.

د اختر وروسته دوی تېره ورځ په کابل کې ناسته رابللې وه او له ولسمشر غني يې وغوښتل چې خبرو ته د کېني او د خبرو له لارې دې ستونزې حل کړي او که داسې ونه شي نو د راتلونکې اونۍ لومړۍ ورځ يې د پراخه لاريونونو ويلي دي.

پوښتنه دا ده چې عطا، ورسره ډله يې او يا د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا په چا لاريونونه کوي؟
- د هېواد امنيتي وضعيت دومره کړکېچن دی چې ولس له کار ځای تر کور د تګ - راتګ لار په ويره وهي او هر شيبه د يوې بدې پېښې غم اخېستي دي.

- د عطا او سياسيونو هغه غوښتنې چې ولس ته يې وړاندې شخصي دي او داسې څه په کې نه ښکاري چې ولس يې په پار لاريونونه او بغاوتونه وکړي.

نو پايله کې ويلی شو، چې دوی يوازې په چوکونو کې بې کاره کسان د پيسو په زور را نېولی شي چې د ځان د زنده باد او نورو د مرده باد شعارونه به پرې ووايي. حقيقي ولس د ځان غم او درد په سر اخېستی دی او په هېڅ صورت سره تيار نه دی، چې نور ځانونه او خپلې کورنۍ د سياسي او شخصی ګتو قرباني کړي.