ببرک کارمل وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
زوکړه او کورنی ژوند:
ببرک کارمل د محمد ظاهر شاه او سردار محمد داوود خان د ملي پوځ د يو پوځي ډګرجنرال محمد حسين هاشم زوی دی او په ۱۹۲۹ز کال کې د فيبروۍ په مياشت کې د کابل په قمري نومي سيمه کې زېږدلی وو. د نوموړي پلار د وخت په حکومت د پکتپا د والي په توګه هم دنده تر سره کړې ده. نوموړي د يو پوځي جنرال زوی وو نو په کابل يې کورنۍ شتمنه وه او د زده کړو زمېنه ورته برابره وه. ويل کيږي چې د کارمل پلار د نوموړي له سياسي کړنو خوښ نه وو او په همدې اساس يې نوموړی له ځان شړلی وو.
د کارمل د قوم په اړه ويل کيږي، چې په خټه تاجک خو نوموړي ځان د غزني د پښتنو له ټبر څخه شمېرلو. د کارمل په اړه دا هم ويل شوي دي، چې په ډېر پخوا کې يې کورنۍ هندو مذهبه وه او د هندوستان په کشمير کې مېشت وو. (وېکېپډيا).
زده کړې:
ببرک کارمل د ښوونځۍ دورې زده کړې په کابل کې د نجات په عالي ښوونځي کې بشپړې کړې او په ۱۹۴۸ز کال کې د ښوونځي له فارغت وروسته د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې شامل شو.
د سياسي هڅو پيل:
هغه وخت چې نوموړی په پوهنتون کې محصل وو نو د کابل پوهنتون د محصلانو يوه ټولنه يې جوړه کړه چې سياسي هڅې او کړه - وړه يې کول. کارمل په ۱۹۵۳ز کال کې د وخت د حکومت له خوا د يادې ټولنې د سياسي فعاليتونو پر اساس ونېول شو او بندي شو.
له خوشي کېدو وروسته د سرادار محمد داوود خان په واکمنۍ کې يې د انګليسي او جرمني ژبو د ژباړن په توګه کارونه پيل کړل. له يو څه وخت وروسته نوموړی په رسمي ډول د پوهنې وزارت د ژباړو په اداره کې په دنده وګمارل شو.
د کارمل د زېږون نوم سلطان حسين وو، خو د ببرک کارمل نوم پرې مير اکبر خيبر اېښی دی، چې کمونيستي موخه يې په کې نغښتې وه او د ګارګر په مانا استعمالېدو. کارمل د مير اکبر خيبر له کمونيستي، مارکسيسټي او لېنېنستي مفکوري څخه اغېزمن وو.
کله چې په ۱۹۶۴ ز کال کې سردار محمد داوود حکومت د سياسي ګوندونو جوړښت او فعاليت ته اجازه ورکړه، نو د نور محمد تره کي په مشرۍ؛ ببرک کارمل، مير اکبر خيبر، حفيظ الله امين، ډاکټر نجيب الله او يو شمېر نورود نور محمد تره کي په کور کې د افغانستان د خلق ديموکراټيک ګوند په نوم سياسي ډله جوړه کړه، کمونيستي او مارکسېستي مفکوره باندې روان شول.
په ۱۹۶۵ز کال کې د خلق ديموکراټيک ګوند يو شمېر غړي د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماندان شول، چې له منځ يې د خلق اړخ کسان چې خفيظ الله امين هم په کې شامل وو ناکام شول او د پرچم اړخ غړي چې ببرک کارمل هم په کې وو، ولسي جرګې ته بريالي شول.
په ۱۹۶۷ز کال کې د خلق ډيموکراټيک ګوند په غېر رسمي ډول په دوه اړخونو (خلق او پرچم) ووېشل شو. تره کی د خلق اړخ مشر شو او د پرچم اړخ مشري ببرک کارمل ته پاتې شوه. خلق او پرچم اړخونو دننه ژور مخالفتونه هم سره درلودل.
په ۱۳۵۷ل کال د غوايي په اوومه نېټه د سردار محمد داوود خان پر جمهوريت پوځي کودتا تر سره شوه، سردار محمد داوود خان د خپل کورنۍ او کابينې له يو شمېر غړو سره شهيد شو او د نور محمد تره کي په مشرۍ خلق ګوند واک ته ورسېد. د خلق په دوره کې نور محمد تره کي د هېواد مشر، حفيظ الله امين د بهرنيو چارو وزير او ببرک کارمل د مرکزي کمېټې مرستيال وټاکل شو.
د غوايي له کودتا وروسته روسانو هڅه کوله چې په مستقيم ډول افغانستان ته را دننه شي. تره کی او امين که څه هم په سياسي ليدلوري کې کمونيزم پلوه وو خو په ورته وخت کې د روسانو له پوځي شتون سره يې مخالفت درلود. د دننه مخالفتونو پر اساس امين؛ تره کی ووژلو او واک یې ترې واخېست. له يو څو مياشتو ځنډ وروسته ببرک کارمل هم پر حفيظ الله امين کودتا وکړه او نوموړی يې ووژلو.
د امين له مرګ وروسته ببرک کارمل واک ته ورسېد او له تاشکند څخه يې د افغانستان راډيو په څپو افغان ولس ته د خپلې مشرۍ او د حکومت د بدلون وويل. وروسته يې په ۱۳۶۸ل کال د مرغومي په شپږمه روسان افغانستان ته را وستل او نوموړی ولسمشر شو.
د روسانو په راتګ سره افغان ولس او نړيوالې ټولنې توند غبرګون وښوود، د شوري يووالي پوځيانو راتګ يې پر افغانان خاوره تيری وبله او پر وسله والې مبارزې يې لاس پورې کړ. ببرک کارمل د نور محمد تره کي او حفيظ الله امين په پرتله نرم چلند غور کړ. يو شمېر سیاسي بنديان يې ازاد کړل، له خانانو نېول شوې ځمکې يې بېرته ورته وسپارلې او يو شمېر نور تغيرات يې رامنځ ته کړ.
ببرک کارمل که هر څومره د سمون چارې کولې خو افغانانو ته په هېواد کې د روسانو شتون د زغم نه وو؛ هجرتونه پيل شول او د نوموړي د حکومت پر وړاندې وسله والې جګړې زور واخېست.
ببرک کارمل د روسانو له را وستلو وروسته له سرخوږي او کړکېچن وضعيت سره مخ شو. نوموړي له ولسمشرۍ استعفا ورکړه او ډاکټر نجيب الله يې ځای ناستی وټاکل شو.
ببرک کارمل په ۱۹۹۶ ز کال کې د ۶۷ کالونو په عمر د روسيې په پلازمېنه مسکو کې مړ شو. د افغانستان په تاريخ کې د ببرک کارمل نوم د کرکې وړ دی او نوموړی په دې ملامت ګڼل کيږي، چې هېواد يې د يرغل په غيږ کې ورکړ او د مرغومي مياشتې په شپږمه نېټه يې روسانو افغان خاورې ته را دننه کړل.
وروستي