
روهي( دوه نۍ/۲۰ د غبر ګولي )، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې او مدني فعاله ګلالۍ اسماعیل هم د پاکستان د پوځ له لورې ونیوله شوه.
تردې وړاندې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مهم غړي ( علي وزیر، محسن داوړ او اسماعیل پشتین ) او داسې نور غړي هم نیول شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي چې پاکستان پوځ او استخبارت په قصدي توګه پښتانه په بېلا بېلو نومونو وژني.