
روهي (دوه نۍ/۲۰ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو تګزاس ايالت په دالاس کې شديد توپان او باد يو کرېن غورځولی چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي.
پېښه تېره شپه شوې ده چې د سخت توپان او باد له امله يو کرېن د استوګنې په اپارتمان غورځېدلی، يو کس په کې وژل شوی او اووه نور ټپيان شويی دي.
سيمې ته ژغورنکې ډلې راسېدلې دي او ويل کيږي چې ښايي د تلفاتو شمېرې له دې هم لوړې وي. وژل شوې ميرمن ده او د نورو په اړه هم پلټنې کيږي.