د سخت سر درد له کبله د یوې ښځې ۴۰ کلونو حافظه له مینځه تللې ده

روهي( یوه نۍ/۱۹ د غبر ګولي )، د امریکا په لیوزیانا ایالت کې د یوې ښځې د سخت سر درد له کبله ۴۰ کلونو حافظه له مینځه تللې ده.
 
 
دا ښځه چې دا وخت ۵۶ کاله عمر لري او د سخت سر درد له کبله یې خپل بچي او مېړه اود کورنۍ نور ټول غړي له یاده وتلي دي.
 
 

دا ښځه ( کِم ډینیکولا ) هغه مهال یو دم د سر په درد اخته شوه کله چې د خپل یو دوست سره د کلیسا څخه راووته، نو د سخت سر درد احساس یې وکړ چې د درد له کبله غیر عادي حالت ته لاړه.
 

کله چې کِم ډینیکولا روغتون کې په هوش راغله او نرسې ورڅخه پوښتنه وکړه چې اوس کوم کال دی نو دې ځواب کې ورته وویل چې ۱۹۸۰ کال دی نو له هغې وروسته ډاکټرانو ته مالومه شوه چې کِم ډینیکولا خپله حافظه له لاسه ورکړې ده.
 
 
دغې ښځې ته اوس یواځې همدومره په یاد دي چې دا ۱۸ کلنه ده او ۱۹۸۰ کال دی او ( رونالډ ریګن ) د امریکا ولسمشر دی. دې ته د ۴۰ کلونو هيڅ هم په ذهن کې نشته.
 
 
د ډکټرۍ په اصولو کې دغې ناروغۍ ته ( ټراینزیئټ ګلوبل ایمنیسیا ) وایي چې د څه وخت په تېرېدو سره د داسې قسم ناروغانو حافظه بېرته خپل حالت ته راځي خو د ( کِم ډینیکولا ) تردې دمه حافظه بېرته خپل ځای ته نه ده راغللې.
 
 
کله چې ( کِم ډینیکولا ) ته د خپلو اولادونو او مېړه انځورونه وښودل شي نو هغه وایي چې دا پردي خلک دي او د دې سره کومه اړیکه نه لري.
 
 
تر ټولو د حیرانتیا بیا دا ده چې کله د موبایل او کمپیوټر سره مخ شي نو د ډېرې حیرانتیا احساس کوي.
 
 
ژباړن: محمد مبین هڅاند