دوبۍ کې ټرافیکي پیښه کې ګن شمیر کسان وژل شوي دي

روهي( یوه نۍ/۱۹ د غبر ګولي )، متحده عربي اماراتو کې ټرافیکي پیښې د ۱۷ تنو نه ژوند واخیست.
 

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې یو مساپر وړونکی بس د لارې د لارښود لوحې سره د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
 
د دوبۍ پولیسو ویلي دي چې دا ټرافیکي پیښه د شیخ محمد زاید په لویه لار کې رامنځته شوې ده .
 

پولیسو ویلي دي چې مساپروړونکی بس د یو عماني شرکت اړوند دی. د پولیسو په وینا په بس کې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو وګړو سفر کولو.
 

د پولیسو په وینا پيښه هله رامنځته شوه چې د بس چلوونکی په ډیر سرعت سره هغه لویې لارې ته داخل شو چې یواځې پکې وړې موټرې د تګ راتګ اجازه لري.
 

بس موټر د سړک د پاسه لګول شوې د لارې د لارښود یوې اوسپنیزې لوحې سره جنګیدلی دی.
 

د دوبۍ پولیسو ویلي دي چې پدې بس کې ۳۱ تنو مساپرو سفر کولو چې ۱۷ تنو يي ژوند د لاسه وکری او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
ټپیان د شیخ راشد روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
 
پولیسو ویلي دي د بس چلوونکی چې د عمان د هیواد وګړی دی هم پدې پيښه کې ټپي شوی دی چې په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
 
د دوبۍ د پولیسو مشر بیا ویلي دي چې دا پيښه پرون د پنجشنبې په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوې ده او ډیره زړه بوږنوونکې او خواشینوونکې پیښه ده.
 
هغه د ټولو چلوونکو نه غوښتنه کړې چې د موټر د چلوولو پر مهال د ډیر دقت او حوصلې نه کار واخلي. ځکه چې کوچنی غفلت د یو زیات شمیر کسانو د مرګ لامل ګرځیدلی شي.