د سولې لپاره د ولسمشر غني بېسارې هڅې

دا بېخي له شکه وتلې خبره ده چې ولسمشر غني چې په دې تېرو پنځو کالو کې د سولې او امنیت او ثبات د تامین لپاره عملاً کومې هلې ځلې وکړې، د هیواد په تاریخ کې ځکه بېسارې وې، چې په تېرو دیارلسو کالو کې د سولې لپاره نه فکر موجود و، نه اجماع موجوده وه، نه کومه برنامه او اراده موجوده وه او نه هم سولې ته د ژمنتیا څرک لیدل کېده.

د ولسمشر کرزي په وخت کې د سولې اصلي مخالفین د سولې عالي شورا وه، ځکه چې یو خو په شورا کې ټول هغه کسان را ټول شوي وو چې له وسله والو طالبانو سره یې د جنګ او دښمنۍ سابقه لرله او وسله وال طالبان په هیڅ صورت اماده نه وو چې د دوی په خوله او منځګړتوب دې سوله وکړي. دوی دا چې هغوی کسانو په ولس کې هم چندان محبوبیت نه درلود، دا د کرزي یو سیاسي جوړ جاړی و له جمعیت اسلامي سره چې استاد رباني او نور جمعیتیان یې په لوړ امتیاز دېته راضي کړي وو او ټولو ته یې د شورا له ادرسه ډالري معاشونه ورکول.

مګر ولسمشر غني چې واک ته ورسېد، د امتیاز او باج ورکول یې له یوه سره بند کړل، په همدې خاطر یې په سولې عالي شورا کې نه یوازې فوق العاده بدلون راوست، بلکې یو تحرک یې هم په کې ایجاد کړ. بله ښېګڼه یې دا وه چې سوله یې یوازې د سولې عالي شورا پورې منحصره نه کړه، بلکې په دې برخه کې ټول ولس ته واک ورکړ او اعلان یې ورکړ چې هرڅوک د سولې په برخه کې یو ګام هم اخیستلی شي، نو نه دې درېغوي او په دې برخه کې دې اقدام وکړي چې ژر تر ژره سولې ته ورسېږو، خصوصاً علماو او قومي مشرانو ته یې زیاته توجه ورکړه.

همدارنګه یې د سیمې او نړۍ د هیوادونو په کچه هم یو توافق او اجماع رامنځته کړه او هغوی یې افغان سولې ته واداره کړل. دا نهایت لوی بدلون وو، ځکه چې د سعودي عربستان دایمي سکوت یې نه یوازې مات کړ، بلکې سعودي واضح اعلان وکړ چې په افغانستان کې روان جنګ ناروا او فتنه ده او باید وسله وال طالبان او جنګي ډلې د افغانانو له وژنې څخه لاس واخلي.

همدارنګه یې د پاکستان له دوه رنګي پرده پورته کړه او ټولې نړۍ ته یې وویل چې دوی د افغانانو په وژنه کې لاس لري، وسله والې ډلې تمویلوي، طالبان لمسوي او د جنګ ابزار ورته برابروي او باید یا له دې کار څخه لاس واخلي او یا هم د نړیوال فشار په پایله کې مجبور شي او یا مطلق د ترهګرۍ د پالونکي هیواد په توګه ونومول شي.

مګر د ولسمشر غني د دې ټولو هڅو باوجود د حکومت ځینې مخالفین په ډېرې سپین سترګۍ او له هر ډول دلیل او منطق پرته وایي چې حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني د سولې مخالف دی او سوله نه غواړي او د خپل واک د غځېدو په فکر کې دی، حال دا چې د ولسمشر غني هومره هیڅوک هم نه سولې ته ژمن و او نه به په راتلونکي کې ژمن اوسي. دغه اوسني حالت ته هم چې د سولې خبرې رسېدلي دا د ولسمشر غني د هڅو او فکر پایله ده.