
روهي( څلورزنۍ/۱۴ د غبر ګولي )، پاکستان کې د بشري حقونو مبارزې او سیاسي فعالې ګلالۍ اسماعیل خور تور پورې کړی دی چې یو شمېر "پولیسانو او استخباراتي افسرانو" د جون څلورمې ماښام مهال په اسلام اباد کې د هغوی پر کور یو ځل بیا چاپه وهلې.
صبا اسماعیل د جون پر پېنځمه له نیویارکه په ټېلېفون مشال راډیو ته ویلي دي، پولیسو او په "ساده کپړو" کې افسران یې د مور و پلار کور ته ورغلل، هغوی یې "وځورول"،
ورڅخه یې موبایل ټېلېفونونه واخیستل او په کور کې د امنیت په موخه د څارګرو کیمرو (سي سي ټي وي) نظام یې هم ړنګ کړ او دا هر څه یې له ځانه سره یوړل.
پر دې موضوع مو د اسلام اباد انتظامیې دریځ هم تر لاسه نه کړای شو او پولیسو یې هم لا په اړه څه نه دي ویلي.
صبا اسماعیل البته وویل چې پلار یې له پولیسو څخه د کور تالاشۍ لپاره "د عدالت امر" او د هغو شیانو "رسید" وغوښت چې هغوی له ځانه سره وړل، خو هغوی ورته د ګرفتارۍ ګواښ وکړ.
نوموړې زیاتوي چې له ماښام راهیسې یې له کورنۍ سره هم رابطه نشته.