
روهي (يوه نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د سويلي کوريا يو شمېر رسنيو دوه ورځې وړاندې داسې خبرونه خپبره کړل، چې ګواکي د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون په امر د دغه هېواد دوه لوړپوړي کسان اعدام شوي دي.
په خبر کې ويل شوي وو، چې په اعدام شوي کسانو کې د ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ د ناستې ترتيب کوونکی (کېم هوک چول) او يو بل د بهرنيو چارو وزارت چارواکی دی.
د دغه خبر وروسته د امريکا متحدو ايالتو حکومت په دې اړه غبرګون وښوود. بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي دي چې حکومت يې په دې اړه پلټنې کوي چې آيا په رېښتيا د شمالي کوريا حکومت دوه لوړپوړي چارواکي اعدام کړي دي او کنه.
ويل کيږي چې (کېم هوک چول) په تېر مارچ مياشت کې اعدام شو. په دی تور وو چې د امريکا له خوا ټاکل شوی وو، امريکا ته يې جاسوسي کوله، له خپل هېواد او د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون سره خيانت کړی دی.
د شمالي کوريا حکومت تر اوسه په دې اړه د تائيد او رد خبرونه نه دي ورکړي. د يادونې ده، چې په شمالي کوريا کې هر کال په لسګونه کسان د جاسوسۍ، هېواد سره خيانت، سرغړونې او پرديو سره د اړيکو په تور ادعام کيږي.