هندوراس هېواد کې لاریون کوونکو د امریکا سفارت ته اور اچولی دی

روهي( یوه نۍ/۱۲ د غبر ګولي )، هندوراس هېواد کې لاریون کوونکو د امریکا سفارت یوې مهمې دروازې ته اور اچولی دی.
 
 
دا روښانه ده چې د هندوراس په طبي او پوهنیزو برخو کې د خصوصي کولو په برخه کې د اقداماتو په وړاندې لاریونونه شتون لري. د درملو او ښوونې او روزنې سکتور د خصوصي کولو وړاندیز د ولسمشر ( جوآن اورلانډو ییرنانډیز ) لخوا وړاندې شوی، چې د متحده ایاالتونه یې د دغه کار تر ټولو مهم ملاتړی ګڼل کېږي.
 
 
په هاندوراس کې، د امریکا ضد احساسات موندل شوي او د یاد هیواد خلک وایي چې امریکا د هندوراس په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.