
روهي( یوه نۍ/۱۲ د غبر ګولي )، دغې چاودنې چې د نیژنی نووګورود ښار د یوې وسلې جوړونې فابریکې کې رامینځته شوې ده ۸۰ کسان ژوبل کړي دي.
ددغه چاودنې د شدت له امله د فابریکې په څو کیلومترۍ کې تر ۱۸۰ پورې کورونه هم زیانمن شوي دي.
د روسیې صحت عامې وزارت ویلي دي چې په ژوبل شوو کسانو مې ۳۸ د یادې فابریکې کارکوونکي او پاتې نور د دغې سیمې عام وګړي دي.
د ژوبل شوو څخه ۱۵ کسان په روغتون کې بستر شوي او پاتې نور د علاج وروسته کورونو ته لېږل شوي دي.