د سیمه ییزې همکارۍ څو اړخیزې ګټې

افغانستان په دوه لحاظونو سیمه ییزې همکارۍ ته زیاته اړتیا لري، لومړی دا چې موږ د څلورو لسیزو جنګ سخت ځپلي یوو، تاسیسات مو نړېدلي او حتی د ژوند د ډېرو لومړنیو اسانتیاوو د نه لرلو له امله مو لا هم هیوادوال کړېږي ، نو له دې امله باید سیمه ییزې همکارۍ ته موږ پام زیات کړو، ځکه چې سیمه ییزه همکاري هم اسانه ده او هم ارزانه ده او دویم دا چې موږ پرېمانه منابع لرو، خو له دغو منابعو څخه د استفادې لپاره موږ سیمه ییزه او نړیوالو امکاناتو او ظرفیتونو، همغږي او همکاري ته اړتیا لرو، له همدې امله ولسمشر غني پر سیمه ییزه همکارۍ تمرکز زیات کړی دی.

د دې ترڅنګ د افغانستان خوشبختي دا هم ده چې د سیمه ییزې همکارۍ لپاره ډېر پراخ امکانات لري، مګر څرنګه چې د اروپا تجربه په ګوته کوي ، سترې موخې باید پر هغه بنسټ باندې کېښودل شي چې په عیني واقعیتونو باندې استوارې وي. عیني واقعیتونو له ډلې څخه یو دا هم دی په اوسنیو شرایطو کې چې د منځنۍ اسیا هیوادونه پرېمانه انرژي او ګاز لري او بل پلو د جنوبي اسیا هیوادونه د انرژۍ او ګازو له قلت سره مخ دي، نو یو شمېر هیوادونه د خپلې انرژۍ لېږد او صادرولو ته اړتیا لري او بل پلو ځینې هیوادونه د انرژي واردولو ته اړمن دي او د افغانستان ښه والی دادی چې د دغو دواړو ډولو هیوادونو تر منځ واقع دی او د همدغه موقعیت له برکته هم ځانته، هم د منځنۍ اسیا هیوادونو او هم د جنوبي اسیا هیوادونو ته ګټه او اسانتیاوې برابرولی شي او همدا په حقیقت کې سیمه ییزه همکاري ده.

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته ځینې اروپایي مفکرین په دې فکر وو چې اوس باید د اروپا د متحدو ایالتونو یو ستر دولت جوړ شي او موجود هیوادونه یې د ولایتونو حیثیت ولري، مګر واقعبینو سیاستوالو د نوې اروپا تهداب د ډبرو سکرو او فولادو د اتحادیې د جوړولو له مخې کېښود او په قدم قدم له هغه ځایه تر نننۍ اروپایي اتحادیې پورې راورسېده.

افغانستان چې د سیمه ییزه همکاري په برخه کې د ولسمشر غني د پاملرنې له برکته کوم ګام اخیستی هم بریالی دی او هم یې د سیمې په کچه تود هرکلی شوی دی، ځکه د ټاپي او کاسا زر پروژو کار عملاً پیل شوی دی او دا ټولو ته معلومه ده چې له دغو دواړو سیمه ییزو پروژو څخه افغانستان ته په سیاسي، اقتصادي او امنیتي لحاظ پرېمانه ګټه راځي، ځکه چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې ورسره مطرح کېږي. روابط او مناسبات یې ښه کېږي، ظرفیت ته یې د ټولو پام ور اوړي. عاید ترلاسه کوي، داخلي عواید لوړېږي، امنیت او ثبات ورسره ټېنګېږي، خلکو په ځانګړي ډول د هغو ولایتونو اوسېدونکو ته کاري زمینې برابرېږي چې دغه دوه مهمې پروژې ورڅخه تېرېږي. د دې ترڅنګ د اړوندو هیوادونو د دولتونو او ولسونو تر منځ صمیمت، روابط او مناسبات زیاتېږي او په دې ډول افغانستان څو اړخیزه ګټه کوي.

د ولسمشر غني د دغو او ورته نورو سیمه ییزو پروژو د بشپړولو له برکته به په راتلونکو لسیزو کې د سیمې او نړۍ په کچه د ژوندانه په شرایطو کې تغیر راشي او هیله ده چې سیمه ییزې اړیکې ورځ په ورځ ټینګې او غښټلې شي، مګر په اوسینو شرایطو کې موږ د ټرانسپ،رت، ټرانزیټ، اوبو، برېښنا او پانګونې په برخه کې عملي ګامونه اخیستی شو چې د اعتماد فضا رامنځته کړي.