
داسې بې غمي دې خدای په هېڅ کورکې پیدا نه کړي
یو کورکې چې ویر وي اوبل خاندې له لیلا سره
(الفت )
نه پوهېږم چې دشپې یوولس بجې وې که دولس ، خو نور نو خوب راغلی وو ، په تازه خبرونو پسې مې ګڼې کورنۍ اوبهرنۍ ویبپاڼې وکتلې ، تازه خبرونه مې ولوستل ، دبي بي سي پښتو پاڼه مې روا واړوله ، دبي بي سي پښتوویبپاڼې دپاکستان ددروستیو سیلاب ځپلو لپاره یوه ځانګړې کړې چې ددغه بې ځایه شوو اوځورېدلو سره دمرستې ، ستونزو او غوښتنو په اړه په کې نوي ، عکسونه ، تصویرونه ،او راپورونه خپریږي چې په هرصورت ټول خواشینوونکي وي او دویښت زړه خاوندان دردوي ،دغه ګډوال چې شمیره یې ان لکونو ته رسیږي وروستیو سیلابونو اوبارانونه دومره ځپلي چې یو جوړ جاموته هم احتیاج دي ، ډیرو په کې دکورنیو ټول یا نیمايي غړي دلاسه ورکړي دي،که څه هم دپاکستان حکومت خوښ دی چې دلوشلو لپاره یې ښه غوا پیداکړې
خو ددغه کډوالو اوبې ځایه شوو ژوند ترهغه هم بدتردی چې معمولا دداډول پېښوپه اړه دسیمو اوسېدونکي ورسره مخ کیږي .په راپورونه کې راغلي وو چې دایران په شمول ګڼو هېوادونو دپاکستان له حکومت سره مرستې اعلان کړې او غواړي چې ددغه بې وزلو خلکو په ژوند کې بدلون او سمون راولې .خو پوښتنه دلته ده چې څه ډول بدلون او سمون ؟او دچاپه لاس ؟ تصویرونو مې زړه خراب کړ، پاڼه مې بنده کړه .
پاڅېدم کمپیوټر مې بند کړ په سرمې درد وو راډیو ته مې لاس کړ ستن مې پسې واړوله ګڼو راډيويي چینلونو په کې شور جوړکړی وو شیبه پس ستن په امریکا غږ اشنا راډيو وربرابره شوه چې له واشنګټن نه خپرونې کوي خپرونه (داشنایانو ادبي دېره ) وه چې زیبا خادم چلوله او اکثره وخت دغه خپرونه په زړه پورې خپرونه ده چې اکثره وخت ادبي بنډارونه په کې ترسره کیږي ، په دې شیبه کې هم خپرونه ګرمه اومسته روانه وه مېلمانه په کې یو دپښتوژبې پیاوړی سندرغاړی ګلزار عالم وو چې یوځل یې له سندرو توبه وکړه خو ورته ټینګ نه شو ، اوبل مېلمه هم کوم پاکستانی پښتون ژورنالست وو ، تصادفا موضوع هم همدغه دپاکستان سېلابونه ،بې ځایه شوي کډوال او ورپېښې ستونزې وې ګلزار عالم صیب ویل چې دهغه په اصطلاح دخیبر پښتونخوا یو شمیرصحافیان اوژرنلستان ددوی سره په ګډه هڅه کوي دغه کسانوته له هرې خوانه مرستې راجلب کړي چې یوه ښه پریکړه وه او خوشحاله شوم خو دغه خوشحاله مې له یوڅوشیبو وروسته حیرانتیا او اندیښنو وخوړه اغلې زیبا خادم چې له څو لسیزو راپه دې خوا په امریکا کې اوسې ، له ګلزارعالم صیب نه یې په یوه پوښتنه کې هیله وکړه که له نورو سندر غاړو سره په ګډه ددغه بې ځایه شوو کسانو جونګړو اوخیمو ته ورشي دغه غمځپلو ته سندرې ووايي چې پام یې په بله شي دابه ددوی لویه مرسته وي ځکه دغه کسان ډیرغمجن دی ، خوښۍ ته اړتیا لري ګلزار عالم وخندل او ځواب یې ورکړ.
هو ریښتیا ښه ټکي ته دې اشاره وکړه
موږ به هڅه وکړو چې دغه بې ځایه شوي او سېلاب ځپلي ژوند ته هیلمن کړو تللی خوښۍ بېرته ورته ډالۍ کړو .په همدې خبرو څو دقیقې بحث وشو او اغلې خادم هم په وار وار همدغه خبره یادوله راډیو مې بنده کړه په کټ وغځېدم اوله ځان سره دپښتنو هغه متل تکرار کړ
( یو له ډوډۍ مړ کېده بل یې ترسرلاندې ډوډۍ کتله )
له ځان سره مې فکروکړ چې اول خو دغه موضوع ددې ادبي خپرونې لپاره مناسبه نه وه اوکه بیاهم شوی وه نو دغه ډول پوښتنې پرته له خندا او ملنډو څه مانا لرله .داخوڅه په امریکا کې دکومې زلزلې قربانیان نه وو ، یا دنیویارک او واشنګټن په کومه څنډه کې دبې ځایه شوو وګړو خبره نه وه ، په دغه کسانو دملنډو اوټوکو پرته کومه بله څه ماناهم لري او که نه ؟
د دا ډول پوښتنو مطرح کول دپروګرام مېلمنو او رسنیو ته کوم درنښت ورپه برخه کوي او که سپکاوی .هغه کس چې دکورنۍ لس دولس غړي یې دلاسه ورکړي وي بې کوره او وره وي اوپه همدې حالت کې ګلزار عالم صیب ورشي چې سندرې درته وایم نو دابه کومه پښتونواله اوخواخوږي وي اوګلزارته به کوم حیثیت ورپه برخه کړي په ذهن کې مې ګډ او وډ فکرونه ګرځیدل ، متضاد خیالونه ، دمخاطب او موضوع نه پېژندل ، دوه بېلابېل کولتورونه ، ټولنې اوهېوادونه ټول هغه څه وو چې زما له سترګو یې خوب په هواکړی وو بیانه یم خبر چې څه وخت به اوده شوی وم .
۱۳۸۹/لړم ۸/کابل