د امریکا په ورجینیا ایالت کې یو وسلوال ۱۱ کسان وژلي دي

روهي( نۍ/۱۱ د غبر ګولي )، د امریکا د ورجینیا ایالت په ورجینیا بیچ سیمه کې یو وسلوال پر خلکو ډزې کړي، ۱۱ کسان یې وژلي او شپږ نور یې ژوبل کړي دي.
 
 
د پولیسو مشر جیمز سروېرا د جمعې په ورځ ویلي، برید کونکي د ښاروالۍ په یوې ودانۍ کې پر خلکو ناتاره ډزې کړي او په ګولیو لګېدلو کسانو کې یو پولیس هم شامل دی.
 

خبر زیاتوي، پېښه د جمعې په ورځ ماسپښین څلور بجې رامنځ ته شوې وه.
 
پولیس وايي، د پېښې په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی دی او دا مهال له پولیسو سره دی.