
روهي (جمعه/۱۰ د غبرګولي)، د بلوچستان ایالت مستونګ سیمې یو اوسېدونکی مولوي عبدالمومن وايي چې د قرآن کريم د مختلفو ټوکونو کتابتون لري او د زر کاله پخوا قرآن کريم ټوک هم په کې ساتل شوې ده.
د بي بي سي د خبر پر بنسټ، نوموړي ويلي دي چې په کتابتون کې یې یو داسې قران کریم هم شته چې د جنیات یا پیریانو په لاس لیکل شوی دی.
ده بي بي سي ته ويلي دي، په دغه قران کریم کې لیکل شوی (ق) هم یو ټکی لري او (ف) هم خو په خبره یې د (ق) ټکی پورته ورکړل شوی دی او د (ف) ټکی ترې لاندې لیکل شوی دی.
نوموړي ويلي دي چې د کتابتون خونه يې د يو بريد له امله اغېزمنه شوه او تر اوسه چا ورسره د رغونې په پار مرسته نه ده کړې.