هېواد مو له ډېر نازک حالت څخه تېرېدونکی دی، خو زموږ مسوليت څه دی؟‎

هېواد مو له نازک او پرته له شکه چې ډېر نازک حالت څخه تېرېدونکی دی. راځئ، په ژور فکر او سم قضاوت سره خپل نظريات سره شريک کړو. له کنايو، رد او بد ويلو او احساساتي بحثونو څخه به تېرېږو. نه به افراط کوو او نه به تفريط ته دومره وخت ورکوو، اعتدال او عادلانه قضاوت مونږ ته د انبياوو ، مشاهيرو او پوهانو څخه په ميراث پاتې دی؛ د همدې اعتدال او عادلانه قضاوت پر بنسټ به پر مخ درومو.

دا راسره ومنئ چې په اوسني ځوان نسل کې هېڅوک د دې غوښتونکی نه دی چې د هېواد پر سر دې لوبې وشي او د ‌ملي ګټو سره يې دوه مخه چلند وشي، ناهيلي کېږو به نه؛ هېڅ کله هم يو هېواد په ۵، ۶، ۱۰ کلونو او دومره لږه موده کې د ژور او اساسي بدلون او پرمختګ جوګه نشي کېدای.
حوصله به کوو، له زغمه به کار اخلو، فرصت غوښتونکو او د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ترجيح ورکونکو ته به موکه نه ورکوو.

د يوه هېواد اصلي ستنې، امنيتي ځواکونه، ښوونيز او پوهنيز بنسټونه، قضايي بنسټونه، روغتيايي بنسټونه... ګڼل کېږي؛ راځئ د دولت او نظام ترڅنګ د دغه بنسټونو او ارګانونو په پياوړتيا او سپېڅلتيا کې سره مخلصانه ونډه واخلو.

که مو ۳۰ يا څو دېرش کاله وړاندې د‌ هماغه وخت سياسي اوضاع او د هېواد ستراتيژيک موقعيت ته په کتو د وخت موجوده نظام په پياوړتيا کې پوره ونډه اخيستې وی او د احساساتو پر ځای مو صبر، زغم او فکر کارولی وی؛ نو فکر نه کوم چې اوس به د داسې ستونزو او کشالو سره لاس او ګریوان وی. خو اوس هم ناوخته نه ده، پياوړې امنيتي دستګاه، غوره ښوونيز، روغتيايي او قضايي بنسټونه زموږ او تاسې او د ګران هېواد لپاره سرې کرښې دي. راځئ چې د همدې بنسټونو او دستګاوو په پياوړتيا او روڼتيا کې رغنده رول ولوبوو. همدې کې مو بقا او خير دی. شخص مهم نه، بلکې نظام مهم دی، راځئ د نظام په پياوړتيا او غښتلتيا کې له ليونۍ مينې کار واخلو.

ولسمشر غني هم انسان دی او تېروتنې به ترې کېږي، دا منو؛ خو د ځان بسيا او پرمختللي افغانستان لپاره بايد د نوموړي ترڅنګ ودرېږو او ملاتړ يې وکړو. ښه کارونه يې وستايو او تېروتنې يې نقد کړو، ځکه همدې کې مو خير او ګټه ده.