محسن داوړ: که د علي وزیر یو ویښته ته تاوان ورسېږي د وزیرستان څخه به یو پوځي ژوندی لاړ نه شي

روهي( پنځه نۍ/۱۰ د غبر ګولي )، وروسته له هغې چې په خواله رسنیو کې داسې ګونګوسې وړاندې شوې چې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی ( علي وزیر ) سخت وهلی او ټکولی دی چې دا وخت یې صحي حالت هم د ډاډ وړ نه دی.
 
 
محسن داوړ د خلکو ته یوې غونډې ته وایي چې که د علي وزیر یو ويښته هم ورژېږي نو هيڅ یو پاکستانی پوځي به د وزیرستان څخه ژوندی لاړ نه شي. دا همدا ډول وایي چې مونږ حاضر یو چې د نړۍ په هر عدالت یې چې د پاکستان پوځ راسره وایي رادې شي که پړ یې کړم د اعدام سزا دې راکړي او که داسې نه وي له د سره به هم حساب کوو.
 
 
محسن داوړ د پاکستان پوځ ته وایي چې علي وزیر به درڅخه د اتفاق په زور خلاصوو.
 

دغه غورځنګ دا وخت په پېښور کې خپل پرلت شروع کړی دی د دغې پرلت یوه غړې او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې ثنا اعجاز ویلي دي تر هغې به دا پرلت روان وي ترڅو چې زمونږ غوښتنې ونه منل شي.
 

ثنا اعجاز د دغه پرلت د ختمېدو لپاره ۲ شرایط یاد کړي دي چې لومړی یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شوو کسانو خلاصی او د علي وزیر سره لیدنه ده.
 
 
دویم: شمالي وزیرستان کې په ګرځېدو بندیز ختمېدل او ژوبل شوو کسانو سره مرستې کول.