دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايي دوه کتابونه له چاپه راووتل.

داسلامي خپرونو دلړۍ ترنامه لاندې دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي په لیکنه او راټولونه دوه رسالې د (رمضان او اړوندمسایل یې او حج احکام او حکمت یې) ترنومونو لاندې په روانه پښتو ژبه له چاپه تازه را ووتې.
دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم (فدایي) د ولایت دزیاتو مصروفیتونو سره سره تل هڅه کوي چې دلیکوالۍ د ډګر څخه لرې نه شي او تل يې دوخت په حساسو شیبو کې خپلې لیکني دیو رسمي چارواکي په توګه نه بلکي په هېواد مین لیکوال په حیث یې دچاپي او انټرنیټي رسنیوو له لارې خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړې.
له نیکمرغه دادی دښاغلي فدایي په اسلام او وطن مینوو هېواد والو د دیني مینې دخړوبولو په موخه دوه ټولګې داسلامي خپرونو سلسلې ترنامه لاندې د(رمضان او اړونده مسایل یې اوبل دحج احکام او حکمت يې) په خپل شخصي لګښت دچاپ په ګاڼه سمبال کړل.
په کتابونو باندې تکړه لیکوال حسن حقیار په زړه پوره لیکلنې (دفدایي صیب فداکاري او دحج غوره لارښود) ترنومونو لاندې لیکلي چې دلته ترې یوڅو کرښې را اخلوو،
د(فدایي صیب فداکاري) په افغانستان کې چارواکي ډېر تېرشوي دي او ولس هم له هرچا بېلې بېلې،له چا خوږې او له چا ترخې خاطرې لري، داسې چارواکي هم تېرشوي چې سلګونه کاله وروسته یې هم ولس پرنوم ویاړي او داسې هم چې ولس یې له نوم سره کرکه لري. خو دولس په خاطرو او دیوانونو کې دهغه چانوم ترډېره ژوندی دي چې دمادي بیارغاونې ترڅنګ یې د ولس معنوي بیارغونې ته هم پام کړی وي.
که څه هم کله چې فدایي دولایت دمقام په څوکۍ وګومارل شو نو زما په څير ځیني دوستانو دده له علمي او قلمي خدمتونو غاښ ووېست. ځکه چې دولایت کارونه او اداره ـبیا په دې شرایطو کې اسانه خبره نده خو بیاهم فدایي جوته کړه چې دخپل خوب او بچیانو وخت یې علمي او تحقیقي خدمتونو ته هم ورکړی دی.
ښاغلي حقیار دکتاب ځانکړنه داسې په ګوته کوي چې دولس لپاره د ولس په ژبه لیکل شوې او هرلوستی او کم لوستی ترې ګټه اخیستلی شي.
حسن حقیار دحج احکام او حکمت یې کتاب په اړه وایي:
دحج په اړه په نوروژبو ډېر څه ليکل شوي دي خو دښاغلي فدايي کتاب ترهغو نورو څومهمې ځانګړنې لري لومړى داچې داکتاب په هغه ژبه(پښتو) ليکل شوى چې رقيبان يې ددوزخ ، خشونت ، جنګ جګړو منطقي او سياسي افلاس ژبه بولي ، هغه ژبه چې دوروستۍ نړيوالې سروې له مخې، څه يې دويونکيودبې غورۍ او څه يې درقيبانو د شرارت له کبله دنړۍ په منحل کېدونکيو او وفات کېدونکيو ژبو کې شمېرل شوېده . هغه ژبه چې يواځې دجګړو ، شډل توب اوبدرنګۍ سمبول معرفي شوېده .
له شک پرته پښتانه داډول علمي کتابونو ته ډېره اړتيالري او هم کتاب په افغانستان کې په حاکمه دويزه بڼه ندى ليکل شوى چې يواځې دحج فقهي مسايل يې په زړه بڼه څېړلي وي، بلکې فدايي پدې کتاب کې ثابته کړې چې حج د يوې ديني اړتيا ترڅنګ يوه سياسي،يوه کولتوري يوه اقتصادي او يوه ټولنيزه اړتيا هم ده
دکتاب بله ځانګړنه داده چې فدايي دحج فلسفي اړخ او حکمت ته ډېره توجه کړېده .يومامور هغه وخت دخپل ماموريت او يا دورسپارل شوې دندې داجرا په خوند ښه پوهېږي چې په دنيوي او اخروي ګټو ، موخې او غرض يې هم ښه پوه شي ، په دې پوه شي چې د ماموريت فلسفه يې څه ده ،څه حکمت لري ، ولې يې دى په ترسره کولو مامور شوى دى .....؟
دحج په دې مبارکو ورځو کې افغان حاجيانو ته دفدايي داډالۍ له شک پرته يوه ارزښتمنه ډآلۍ ده . اوس خوبه وخت ډېر کم وي خو هيله ده چې دنورو هېوادوالو دګټې دجوګه کېدو لپاره يې دحج ترراتلونکي موسم پورې په دري هم وژباړي.
دیادونې وړ ده چې تر دې دمه پورې دولایت په جریان کې ښاغلي فدایي په فرهنګي هلو ځلو دبېلابېلو لیکوالانو او شاعرانو (۲۳) کتابونه دچاپ په ګاڼه سمبال کړې، چې دده دغه سرښندنه دپښتو ادب سره دتل پاتې مینې ښکارندوۍ ده.
په درنښت
ادم خان سیرت، کابل ، افغانستان