د پاکستان حکومت: محسن داوړ ته د لاریون د ځنډولو لپاره جرګه ورلېږلې ده

روهي( څلورنۍ/۹ د غبر ګولي )، د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې د احتجاجيپرلت مشري کوونکی، د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ ویلي حکومت له دوو ورځو راهيسې روان، پرلت ځنډولو لپاره يوه جرګه ورلېږلې.
 

محسن داوړ مشال راډیو سره خبرو کې ویلي دي (موږ ته یې د اتمانزو يوه جرګه رالېږلې وه. راته یې وويل چې هیله کوو چې تاسو يوېاوونۍ لپاره هيڅ هم مه کوئ او دوی به یې هم نه کوي. دوی ويل چې علي وزیر او نور قېد ملګري به راخوشي شي. خو موږ ورته وويل چې زموږ ملګري پوره نه دي او چې راپوره شي نو بيا به خبرې کوو. اوس دلته دوی ټولې لارې بندې کړي دي او خلک تګ راتګ ته نه پرېنږدي خو موږ پېغامونه لېږلي دي.
 

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي چې پاکستان حکومت له یو طرفه سوال زارۍ کوي او بل لور ته یې پرون هم په ټانک او بنو کې د دوی ۶۱ کسان نيول شوي دي.
 

د دې غورځنګ يو تن، شاه فېصل وويل چې په دوی کې شل بېرته راخوشي شوې دي.