لېبیا نښتو کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

روهي( څلورنۍ/۹ د غبر ګولي )، د روغتیا نړۍ وال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په ترابلس کې د روانو نښتو په ترڅ کې ۴۰ تنو نورو ملکي وګړو هم ژوند د لاسه ورکړ چې ددې سره د مړو شمیره ۵۶۲ تنو ته لوړه شوه.
 

په بیان کې راغلي دي چې پدې نښتو کې تر اوسه پورې ۲۸۵۵ تنه ټپیان شوي دي.
 

د بله پلوه د لیبیا په ختيځ کې د پوځي ځواکونو مشران جنرال حفتر د پلازمینې ترابلس د نیولو په خاطر د اپریل په ۴ مه نيټه د سترو عملیاتو د پیلولو په خاطر د نړۍوال جوړجاړي د حکومت پر خلاف د جګړې د پیلولو امر کړی وو.
 

دوه میاشتې کېږي چې د حفتر او لیبیا د جوړجاړي د حکومت د ځواکونو ترمنځه نښته روانه ده.