فېسبوک ۵۱ جعلي حسابونه چې ایران پورې تړاو لري تړلي دي

روهي( څلورنۍ/۹ د غبر ګولي )، د خواله رسنیو تر ټولو لویې شبکې ( فېسبوک ) اعلان کړی دی چې ۵۱ حسابونه چې ۳ دانې په کې د انسټاګرام پورې تړاو لري تړلي دي.
 
فېسبوک ادارې ویلي دي چې دغو حسابونو به ترهګرۍ ته کار کاوه او د ایران په ملاتړ به یې لیکنې کولې چې د څار وروسته وتړل شول.
 

دغو حسابونو به په انګلیسي او عربي ژبو شیان خپرول چې د امریکا او ایران پر سیاست او اړیکو باندې یې تمرکز کاوه.
 

د ( هيل ) وېبسايټ ویلي دي چې د عیسوي کال د شروع څخه تراوسه پورې ټوېټر هم ۸۰۰ حسابونه چې د ایران پورې تړاو لاره تړلي دي.