د منظور پشتین پر یو غږ سره د پاکستان د پوځ پر ضد د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لاریونونه روان دي

روهي( څلورنۍ/۹ د غبر ګولي )، وروسته له هغې چې تېره ورځ د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پلاویانو بې ګناه ډزې وکړې او د هغوي۱۱ غړي یې ووژل او په لسګونو نور یې ژوبل کړل.
 

منظور پشتین د دغه کار کولو وروسته په وېډیو کې راښکاره شو او د خپل غورځنګ ( پښتون ژغورنې غورځنګ ) په پلاویانو د پوځ پر ضد د لاریونونو غږ وکړ چې د همدغه یو غږ سره د پاکستان دننه او بهر لکونو خلکو په شمېر د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد لاریونونه وکړل او د پاکستان پوځ یې ترهګرو ملاتړی وباله.
 

د پښتون ژغورنې غورځنګ طرفدارانو په پاکستان، افغانستان، کاناډا، جرمني، ناروې، امریکا او د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې لاریونونه کړي دي او په خینو نورو کې به په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.
 

تر ټولو ډېره حیرانونکې یې لا داده چې د پاکستان هېواد دفاع وزیر ( پروېز خټک ) د شمالي وزیرستان پېښه غندلې خو د پاکستان هېواد رسنۍ بیا دا نه مني او وایي چې د محسن داوړ کسانو پر پوځ برید کړی دی.