
روهي( درې نۍ/۸ د غبر ګولي )، دا عملیات د عراق په شمال کې د هاکورک په سیمه کې د وسله والو په مالومو شوو پټنځایونو د توپچي ځواکونو د بریدونو او هوايي ځواکونو د بمبارۍ سره رسمآ پیل شول.
پدې عملیاتو کې د ترکیې ځانګړو روزل شوو کوماندو ځواکونو هم ګډون کړی دی.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د پنجې په نامه د عملیاتو په چوکاټ کې د ترکیې توپچي ځواکونو او جنګي الوتکو په هاکورک کې د ترهګرو په ویشتو پيل وکړ.
د نوموړو بریدونو نه وروسته د شپې په اتو بجو د ترکیې ځانګړي روزل شوي کوماندو ځواکونه سیمې ته داخل شول او په عملیاتو يي پیل وکړ.
په څرګندونو کې ویل شوي دي چې د ترکیې اټاک جنګي چورلکې د عملیاتو نه ملاتړ ته دوام ورکوي.
دفاع وزارت ویلي دي چې ددې عملیاتو موخه د عراق په شمال کې د هاکورک سیمه په کامله توګه د وسله والو څخه صفا کول دي.