علي وزیر یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شوی دی

روهي( درې نۍ/۸ د غبر ګولي )، د جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر یې په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی دی.
 
د ترهګرۍ ضد عدالت علي وزیر د اتو ورځو لپاره د ترهګرۍ ضد څانګې ته سپارل شوی دی.
 

نوموړی د شمالي وزیرستان د خړ کمر پېښې پرمهال پاکستانیو عسکر نیولی وو او په هېليکوپټر کې یې بنو ته یووړ او هلته یې د ترهګرۍ ضد څانګې ته وسپارلو.
 

بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخور محسن داوړ د خړ کمر تر پېښې وروسته د میرامشا په درپه خېل کې خپل کور ته رسېدلی دی.
 
نوموړي له خپله کوره په جاري کړي ویډيويي پیغام کې ويلي، پښتون ژغورنه غورځنګ به د خړ پښتون ژغورنه غورځنګ به د خړ کمر پېښې پرضد پرلت (دهرنه) کوي چې پکې به له کوټې تر پېښوره پښتون ولس راټولېږي.
 

نوموړي ویلي چې په دې پېښه کې پاکستانیو عسکرو لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي دي. خو پوځ لا د دې شمېرې په اړه څه نه دي ویلي.