
دپاک زړي، وطنپال او وياړلي شاعر ارواښادعبدالقدوس پرهيز
دشعرونو ارزونه
زموږ په افغاني ټولنه کې او زموږ د پښتو او پښتني نهضت په ویښولو کې شعر او شاعري دپښتو ادب په تاریخ کې چې د پیړیو پیړیو راهیسې زموږ خلک ورسره یو ځانګړې مینه او علاقه لري د هر چا پام یې ځانته را اړولې دی، او په دی لاره کې زموږ ادیبانواو لیکوالانو د خپل قلم، علم او فکر په وسیله دادب وړانګې ځلانده ساتلې دي . دهرلیکوال او شاعر آثار او لیکنې او د دوی لوی مقام د موږ په ټولنه کې یو ځانګړې ځای لري او زموږ خلک دوی ته په درنه سترګه ګوري .زموږ هیوادوال هغه تصویرونه ، انځورونه، خيالونه، تشبیهات، کنايات، استعارات، سپیڅلي او پاک احساسات او عواطف چې شاعرانو او لیکوالانو په خپلو شعرونو او لیکنو کې په ډیر عالي او انساني شکل بيان کړې دي، په ډیر خلوص او مینه هغه ستایي او هر څوک په خپل ذوق سره برابر ترینه خوند اخلي .
یو له دغو نامتو اووتلو شاعرانو او لیکوالانو څخه ارواښاد عبدالقدوس پرهيز د ارواښاد شمس الدین خان زوی دی، چې په (۱۲۹۴)هه ش کال کې د ننګرهار په ولایت کې د کوز کنړ په ولسوالې کې زیږیدلې دی . دياد ونې وړ ګڼم چې د ارواښاد عبدالقدوس پرهيز پلار ارواښاد شمس الدین خان هم دخپل وخت یو نامتو، تکړه اووتلې او پيژندل شوې ادبي او فرهنګي شخصیت و. دی ديارلس کاله په ننګرهار کې د مطبوعاتو مدیر و، او همزمان داتحاد مشرقي د جریدی مسوؤل هم و. ده په خپل وخت او مهال کې په سلګونو ادبي ، اجتماعي، سياسي مقالې او لیکنې د اتحاد مشرقي په اونيزه او نورو جرایدو او مطبوعاتو کې خپاره کړې دي . د ننګرهار دسیمې ټول ادبي او فرهنګي شخصیتونه د ده د نوم سره آشنايي لري او زياتره ادبي او فرهنګي څیرې له ده د ادبي او فرهنګي افکارو څخه په خپل وخت کې ګټه اخیستی ده او د ده شخصیت ته په ډیره درنه سترګه ګوري .
ارواښاد عبدالقدوس پرهيز لومړنۍ زده کړې د کوز کنړ په ولسوالې کې د سیدجمال الدین افغان په لومړنۍ ښوونځی کې سر ته رسولې دي . او د لوړو زده کړو څخه دځینو ستونزو له کبله بی برخې پاتی شوې دی ، خو سره له دی هم هغه ذوق او مینه چې ده د علم او ادب سره لرله ده مروجه دیني ، اجتماعي او ادبي علوم د خپل پلار او دننګرهار د نورو عالمانو او پوهانو څخه زده کړل .هغه مینه او علاقه چې ده دشعر او ادب سره لرله او هغه ذاتي استعداد چې خدای پاک ده ته ورپه نصیب کړې و، ده په خپلو هلو ځلو د نامتو شاعرانو او لیکوالانو په سطح ځان ورساوه .
پرهيز صاحب د پښتو ادب یو پياوړی او خوږ ژبې شاعر او لیکوال دی، چې په مختلفو ادبي او فرهنګي برخو کې په ډیر عالي توګه خپلې دندې تر سره کړې دي .
دننګرهار ولایت د قبایلو دلوی مدیریت د مرستيال په توګه، په ننګرهار کې د مطبوعاتو دلوی مدیر په توګه، دننګرهار د ورځپاڼې د مسوؤل اوچلوونکي په توګه،په کابل کې د مطبوعاتو د مستقل رياست د داخلي نشراتو دلوی مدیریت د مسلکي غړي په توګه، په مزارشریف کې د ولایت د مطبوعاتودمدیریت دمرستيال په توګه او د مامورینو د پښتو کورسونو دآمر په توګه،په پروان کې د مطبوعاتوپه مدیریت کې د باختر آژانس دنماینده په توګه، او دپښتو کورسونود آمر په توګه، دپکتيا په ولایت کې د مطبوعاتو د مدیریت او د وړانګی د جریدې دمرستيال په توګه، دمطبوعاتود مستقل رياست د داخلي نشراتود لوی مدیریت دپښتو خپرونودڅانګې د آمر په توګه، دپښتو ټولنې دمسلکي غړي په توګه اودلغاتو دڅانګې دمدیر په توګه، دکابل رادیود رياست دخپرونودپښتو برخې د مرستيال په توګه، د باختر آژانس د رياست د مرستيال په توګه، د کابل د ښاروالۍ دپامیردجریدې د مسوؤل مدیر په توګه، د قطغن دولایت د اشکمش د اولسوال په توګه، په مزارشریف کې د شورتیپې دا ولسوال په توګه او دپښتون کوټ د اولسوال په توګه، په ملي شوراکې د اولسي جرګې د اتمې دورې د وکیل په توګه، دمساوات د جریدې د تاسیس کوونکي په توګه، او همداسی په نورو مطبوعاتي او نشراتي موسساتو کې دیو لیکوال ، شاعر او ژورنالیست په حیث کار کړې دی .
د ده شاعري او د ده لیکنې ډیرې خوږې او په زړه پورې دي . دی هغه نامتووتلې لیکوال او شاعر دی چې د ده آثار او لیکنې په مطبوعاتو کې ځلیدونکې مشال دی . د ده په سلګونو شعرونه، تحقیقي، اجتماعي، سياسي، ادبي او فرهنګي لیکنې او مقالې په جرایدو او مجلو کې خپاره شوې دي، چې د خپل وخت د ډیرو ښو آثارو په توګه تل خپل ارزښت ساتلې دی . دده چاپ شوي آثار دا دي :
۱- د پوهانو افکار
۲- ادبي لیکنه د نثرونوخطي مجموعه
۳- فرزند صالح په دري ژبه لیکنه ده
۴- دزړه بڅری شعري مجموعه
۵- ده ډیری کیسی لیکلې دي چې له هغو جملو څخه درې ادبي کیسې یې دانیس په ورځپاڼو کې چاپ شوې دي
۶- د ټوکومینه
۷- ښاپیرې
۸- تړون
او همداسې نورې لیکنې .
د ده دادبي او فرهنګي شخصیت او د ده دآثاروپه هکله که هر څومره ولیکو او څیړنې ورباندې وکړو بيا هم کم دي،خو د ده د آثارو له جملو څخه د(زړه بڅری) اثر دیو لوړ ادبي اثر په توګه د ادب دوستانو له خوا ډیر استقبال او دقدر او ستاینې وړ ګرځیدلې دی، چې په دی هکله زموږ یو شمیر مخکښو، نامتواو پياوړولیکوالانوخپلې ارزونې کړې دي .
ارواښاد شمس الدین مجروح صاحب چې زموږ دهیواد یو نامتو،پياوړی او پیژندل شوې ادبي او فرهنګي شخصیت و، په خپله یوه لیکنه کې دارواښاد پرهيز صاحب دزړه بڅری داثر په هکله داسی وایي :
( دښاغلي پرهيز د اشعارومجموعه يا د ده دزړه بڅری زما د نظره تیر شول رشتيا د ده د زړه آرزوګانې دپښتون او پښتني دنيا په باب کښې اود ده ادیبانه او شاعرانه تخیلات دعشق په عالم کې، په دی مجموعه کې راټول شوی او د ده دنيایی جوړه کړې ده .دا دنيا به د چا خوښه او د چا به نه وي خوښه مګر دا د شاعر دنيا ده او شاعر د هر څه نه زيات خپل عالم ته قایل وي که د شاعر په سترګه دی دنيا ته وګوری نو د دې نه بله ښه اوښکلی دنيا نشته .)
پرهيز صاحب زموږ دهیوادیو با احساسه لیکوال او با درده شاعر دی . دی په خپلو شعرونو کې د وطن، ولس، استقلال ،آزادی، خپلواکۍ، سولی اوسوکالی،لوړ همت، اودملي اتحاداویوالي سره مینه او د مظلومانو او خواریکښوخلکو سره خواخوږی او دظلم او استبداد سره مبارزه، دپښتو او پښتونوالي سره ژوره علاقه په ډیرو لوړو خيالونواو ژوروفکرونواو تصویرونوکې څرګند کړي دي . دبیلګې په توګه :
تل ستا خدمت ته یم ولاړپه ټینګه ملا وطنه زما لیلی وطنه
په هر یو کار کې لټومه ستا رضا وطنه زما لیلی وطنه
وطنه ته مې مشال زه دې پتنګ یم لیوال
په سولو نه یمه ټال لرمه تل دغه خيال
تل ستا دمینې اور کې خوښ یمه جلياوطنه زما لیلی وطنه
****************************************
يا:
خدایه سمسور لرې مدام باغ و بوستان د ولس
چې په کې تل خوږې نغمې کړی بلبلان د ولس
که ولس غواړی چې دعوه یی د حقوقو وشی
بویه یو موټی شی په ټینګه ټول مشران د ولس
****************************************
يا:
استقلال ژوند دی سعادت دی زمونږ
دا پښتنواله او عزت دی زمونږ
دا چې په پت او ابرو ژوند کوو مونږ
ټول برکت د حریت دی زمونږ
***************************************
يا:
آزادی زمونږ نشان دی
آزادی زمونږ ایمان دی
پدی لوړو جګو غرو کې
پدی تړو او کمروکې
پدی شنو ښکلو درو کې
شهیدانو ادیرو کې
ننګ غیرت عزم عيان دی
توريالی هر یو افغان دی
****************************************
يا:
څوک چې ژوند کوی مدام په لوړ همت
په فرسنګو لیری درومی تری ذلت
شپه او ورځ ربړونه ګالی او زيار باسی
خپله ګټه تل مدام خوری په عزت
***************************************
يا:
ای ظالمه مظلومان ربړوې ولې؟
کبرجنه تل خواران کړوې ولې؟
دغه زور طاقت چې تا ته خدای درکړی
پرې بیوسه ضعیفان ژړوې ولې؟
***************************************
يا:
دکلی کور او قام په منځ کې چې ګوندۍ آچوی
چې په لمسون او شیطانۍ همیشه خلک جنګوی
وینی د قام خوری په دې چم خپل اعتبار زياتوی
داسی خانان او ملکان سر په بلا غواړو مونږ
***************************************
يا:
نه مې بل درد، نه بل فشار نه افسون ژړوی
فقط په سرو سترګو مې تل غم د پښتون ژړوی
د تمدن کاروان چې ګورمه ډیر وړاندی تللی
خود مې د قام دغه دروند خوب سباوون ژړوی
*************************************
يا:
پښتونه غوره کړه ژوندون ځان ته انسان شانتی
څو به د بل هوسا ته کار کوې حیوان شانتی
شول ملیتونه ټول آزادځی د لوړتيا په لوری
یواځی ته بیواکه پاتی یی ناتوان شانتی
*************************************
يا:
پښتونه ځان دې کړه تکړه وکړه همت په جهان
ملادې کړه ټینګه په ملایندو علمیت په جهان
همیشه وایی ننګيالی او توريالی یمه زه
نن دې فرصت دی ژر ښکاره کړه ننګ غیرت په جهان
*************************************
يا:
نړۍ واله زړوره توريالی قومه پښتونه
ژر ښکاره دې کړه میړانه، بيا پوره کړه خپل هوډونه
یو ځلی بيا ټولې نړۍ ته میړنتوب دې خپل څرګند کړه
خپل تاریخ په غور ګوره چې وو څنګه ستا نیکونه
*************************************
يا:
دخيال وزرونه مې کړل خلاص ځمکه آسمان لټوم
زه د پښتو پښتنوالی ښکلی جهان لټوم
چه کړی د تورو په بریښنا کې سره رودونه روان
داحساساتو په دنيا کې دا طوفان لټوم
*************************************
همدارنګه ارواښاد عبدالروف بینوا چې زموږ د هیواد یو پياوړی ، نامتو او د درناوې وړ یو ادبي او فرهنګي شخصیت دی په خپله یوه لیکنه کې داسی وايي :
( د ښاغلي پرهيز د زړه بڅری زما سترګی روښانه کړې، زه ویلای شم چې دا بڅری په حقیقت کې د ښاغلي پرهيز د ملي او قوي دردونو د هغه پټ اور بڅری دی چې تل د دردمندو او حساسو زلمیو د زړونوګوګل تود ساتی او حرارت یې د دوی د تودې وینې فعالیت زياتوي .
داسی بڅری به یقینا یو وخت داسی لمبه وزیږوی چې تياره زړونه به پری رڼا شی لکه چې پخپله پرهيز وايي :
زما( بڅری) به یووخت بلی لمبی وکوی
پټ په خوږ لن کې می خاموشه ډیر تاونه شته دی
د پرهيز افکار پښتنو لیکوالانو ته څرګند دی، او دوی به یقینا دا خبره راسره ومنی چې د پرهيز په لیکنو او اشعارو کې یو مخصوص درد ګډ او پټ دی چې د یوه حساس او دردمند لیکوال او شاعر سره وړ دی .
په دی کتاب کې ښاغلي پرهيز د پښتنو د ژوند پر هر اړخ باندی رڼا اچولی ده او په ډیر دقت یې د پښتنو افتخار ستایلی او نواقص یی تنقېد کړی دی .)
په رشتيا سره چې پرهيز صاحب یو دروند او د پاکو او سپیڅلو صفاتو خاوند شخصیت دی . د ده شعري کلام ډیر ساده او په زړه پوری دی، چې هر څوک کولای شي د هغه نه ګټه واخلي .
دی د روانې طبعی ،نرم اونازک اولطیف هنر اوفن شاعر دی .د ده په شعري کلام کې دښکلا ژور هنري مفهوم، دحسن او جمال عشق او محبت، سوز او ګداز، د طبعیت د مناظرو هنري ښکلا ، حماسي،تصوفي او اخلاقي فکرونه او تصورونه په ډیر لطیف انداز او افکارو کې معرفي او انځورشوي دي .دبیلګې په توګه :
که هر انسان په لاس کې ټینګ د خدای قرآن ونیسی
نو هله پوه شه لوړ مقام به دانسان ونیسی
انسان شریف دی پیدا کړی پاک الله له ازل
هم یی رتبه ورته ورکړی په ملکو افضل
*******************************
يا:
ای خالقه خوله کې ژبه د ثنا را
په مغزو کې د عرفان ښکلې رڼا را
چې دځان اود جهانه خبر نشم
پاکې مینې له رحیق ډکه صهبا را
*******************************
يا:
هغه څوک چې په عرفان سره حسیب شی
په نظر دټولو خلکو به حبیب شی
مستغنی به وی په ژوند په هر هر ځای کې
چه دعلم خزانې د چا نصیب شی
*******************************
يا:
زما مغزو کې دې استاذه ښه رڼا پیدا کړه
سترګې مې وی خو بینای پکې هم تا پیدا کړه
تا مې په ژبه کې د لوست دپاره سا پيدا کړه
تا مې په روح کې د پوهنی څه برښنا پیدا کړه
*******************************
يا:
زما د اوښکو مرغلرونه پوښتنه وکړه
دخپلو مستو شوخو سترګونه پوښتنه وکړه
زما د سوی زړه د هیلونه پوښتنه وکړه
خپلو بڼو او کږو وریځو نه پوښتنه وکړه
چې د (پرهيز) د مینی کچ درته ښکاره شی لیلی
له زړه دې لیری دا سودا تراره شی لیلی
********************************
يا:
جانانه تا سره خو مینه ډیرینه لرمه
د ډیری مینی او اخلاص ډکه سینه لرمه
لکه پتنګ مې ستا دمخ په شمع ځان سيزلی
دسوزو ناز ډرامه ښکلی رنګینه لرمه
*********************************
يا:
د خپل آشنا د لاسه تل په زړه زخمونه خورمه
په لپولپو د زړه وینی او غمونه خورمه
چې یی د مینې سمندر کې مې لاهو کړلو ځان
په دم قدم اوس له طوفان ټکرونه خورمه
*********************************
يا:
نه وینم ستا د ناز خندابيا چیرته؟
نشته دی سيال دې د ښکلا بيا چیرته؟
چې مې زړګی پرې لږ ډاډه غوندی شی
نشته زما د زړه لیلی بيا چیرته
**********************************
يا:
جار دې شم ساقی شراب پيالې پيالې
راکړه دم په دم چې شم خولې خولې
وچې تړسیدلې شونډی ناست یمه
حیف چې بهار درومی بی نشې نشې
**********************************
يا:
په کار مې هیڅوک نشو د هجران په توره شپه کې
محبوبی کړه رڼا زما جهان په توره شپه کې
که غم دې د بیلتون راباندی جوړه توره شپه کړه
خو جوړ د زړه لمبو کړ چراغان په توره شپه کې
**********************************
يا:
یوه شپه تته رڼا کې په ژړا وم
لکه شمع سوزیدمه یک تنها وم
شمع ورو ورو سوزیده ویلې کیدله
سوز ګداز د عشق نه ډیر په واویلا وم
**********************************
يا:
يا شمع شه بلیږه پلوشو سره راځه!
يا ځان ستی پتنګ کړه د اسروسره راځه!
يا دا کړه يا هغه خو په رموز د ژوندون پوه شه
ژوندون سوزو ګداز دی د اسروسره راځه!
*********************************
يا:
جار دې شم جار نور د چشمانه زما
د راز و نېاز ښکلی جهانه زما
نوره دې مینه پټولی نشم
لوخړی خېژ ی له ګریوانه زما
**********************************
يا:
زما او ستا منځ کې پټ راز دی چه رسوایی نه کړې!
د خوږې مینی راز و نياز دی چه رسوایی نه کړې!
زه لکه شمع ویلې کیږم او سوزیږم درته
زما په برخه دا ګداز دی چه رسوایی نه کړې
***********************************
ارواښادعبدالرحمن پژواک چې زموږ د هیواد یو نوښتګر، او مخکښ لیکوال دی د پرهيز صاحب په هکله په خپله یوه لیکنه کې داسی وایي :
(د پرهيز اشعار به د ده د زړه بڅری وي اماد هر پښتون د زړه سره خپل خاص ربط لري .
زما رابطه د زلمی پښتنود آثارو سره هغه رابطه ده چې دپښتو دژبې د ترقي د هیلی سره یی لرم .پرهيز په شروع کې فاتحه د پخوانیو په شان وړاندی کړی اما د دی کتاب په زړه کې یی هغه ارمانونه څرګند کړي چه د ننی پښتنو په زړونو کې ده، د پرهيز د اشعارو سادګی زما ډیره خوښه شوه دا سادګی په شعر کې هغه سلاست دي چې لوی صفت ګڼل کیږي .)
پرهيز صاحب په خپلو لیکنو او شعرونو کې د ټولنې غميزې اوناخوالې، د ژوند
دردونه، خوږې اوترخې ، نیمګړتياوې اوستونزې، عاطفي، ملي او انساني احساسات او د ټولنيز مناسبات، عدالت،انصاف،او وطن پرستي، دپښتون ملت او د ولس ویښول او د دوی عیبونه او نیمګړتياوې ورښودل په ډیر ښکلو انځورونو، سمبولونواو لوړو خيالونو کې معرفي او ترسیم کړې دي . دبیلګې په توګه :
ورک په مایوسۍ کې یم، هیله رانه ورکه ده
مینی پسی ګرزم هر ځای مینه رانه ورکه ده
توری تروږمۍ کې تل، بابېزې لوڅې پوڅې کړم
وچ لکه لرګې شومه چې وینه رانه ورکه ده
*********************************
يا:
څله ګرزې سر هوا کې کبرونه؟
د فانی دنيا په شتو کوې وياړونه
خدای دې هیر دی په دنيا دستا تکیه ده
په دغه لاره کې ګالی تل ربړونه
*********************************
يا:
خدایه زړه کې ډیوه بله د الفت را
خوار غریب سره د مرستی حکومت را
چې د لاسه مې خواران په چیغو سروی
وچ په بند ښه له دې لاسه فراغت را
**********************************
يا:
که آرام هوسا ، ژوند غواړی د پوهنې توان پیدا کړه
د زړه سره ځان تکړه کړه په همت عرفان پیدا کړه
ناپوهی توری تروږمۍ نه ، هله ژر شه ځان بهر کړه
خپل تياره جهان د پاره لوی علمی دوران پیدا کړه
***********************************
يا:
پوهه ژوند دی، رڼایی ده، بی له پوهې ژوندون ګران دی
چا چه پوهه ټینګه کړی، هغوي خيال نن تر آسمان دی
د پوهنې لوی ډیوې خو، وي روښانه زمونږ کور کی
اوس چه پاتی یو تياره کی، ټول قصور زمونږ د ځان دی
***********************************
يا:
سوزو تل تر تل د ځانځانی په سرو اورونو کی
وینه مو شوه سپینه حرارت نشته په زړونو کی
وینه مو شوه سپینه یو دبل غوښو ته ناست یو مونږ
دغسی ناخوالی کوو وایو چه بيا راست یو مونږ
************************************
يا:
چې ټول ملت په سمه لار اوپه قانون وی روان
لوی او واړه په یو هدف د خپل سمون وی روان
د خپل هیواد د اعتلا په پیوستون وی روان
حاکم محکوم، خان او غریب په یو مضمون وی روان
************************************
يا:
دا پیغام د دوران شام و سحر دی
ویښ شه ویښ کنه خاک دې په سر دی
له پخوا کړې نارې چه ډیر سیخ یم
د زمری ځوی اتل د تاریخ یم
له دې وياړ نه کوم سود میسر دی؟
ویښ شه ویښ کنه خاک دې په سر دی
***********************************
يا:
ځلمی پښتون یم دپښتو ټوله معنی پیژنم
چې پکې ژوند کړم دشرف هغه دنيا پیژنم
مور په زانګو کې راته درس د قربانۍ راکړی
د ابراهیم خلیل الله دین له پخوا پیژنم
وطن ناموس دی دناموس ساتنه فرض ده په ما
دې فریضه کې لوی ایثار دخدای رضا پیژنم
************************************
يا:
.....................................................................................
.....................................................................................
ولی ته داسې غافل یی، وایم تاته ای پښتونه
خدایږو خدایږو چې ورکیږی که کوی نور هم خوبونه
وايایست څو به په اوژو وړی، دپردو، درانه بارونه
څو زغمی به په ذلت کې ، د خونخوارو دا ظلمونه
دپردو له ګوډاګيانو، پاسی خپل وطن مو پاک کړی
بيا دخپلی آزادی د دښمنانو سینی چاک کړی
ای پښتونه پاسه ویښ شه ، آخ ډب د دنيا ګوره
خپلواکۍ ته غورزنګونه او جګړې هره خوا ګوره
............................................................................
............................................................................
**********************************
ارواښاد ګل پاچا الفت چې زموږ په ټولنه کې یو ستر نامتو، مجتهد، نوښتګراومفکر لیکوال او شاعر دی د پرهيز صاحب په هکله په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي :
(د ښاغلي پرهيز د زړه بڅری چې د ده داشعارو مجموعه ده ما ټول ونشو کتلی مګر ډیر ښه ښه شعرونه مې پکې ولوستل چې په رښتيایې شعري کیف درلود او شعري محاسن پکې ؤ. دپرهيز په شعر کې سربیره په سلاست او روانۍ هغه شی هم موجود دی چې شعر ورته ډیر ضرورت لري چې هغه احساسات او عواطف دی څنګه چې ښاغلی پرهيز یو سپیڅلی او پاک زړه پښتون دی چې دحق او حقیقت په مقابل کې نورو شيانو ته څه ډیره اعتنا نلری او هر کله جرءت او صراحت نه کار اخلی شعر یې هم د همدغی جذبې له تاثیر لاندی جذابیت پيدا کړیدی چې په زړونو ډیر اثر لری . زه دا اشعار د قدر وړ ګڼم او په ډیر ښه قیمت ورته قایل یم .دوطن مینه، دملیت احساس، انسانی عواطف او دیوه دردمند زړه اغيزی پدی اشعارو کې ډیر ښه ځای لري او زړونو خاوندان ورته په ډیر ښه نظر ګوري .)
په پای کې غواړم ووایم چې په رښتيا سره پرهيز صاحب زموږ دپښتو ادب په تاریخ کې یو وتلې اوپیژندل شوې لیکوال او شاعر دی . ده دخپلوادبي او قلمي لیکنو په وسیله دپښتو ادب د ودی اوپرمختيا لپاره ډیر زيات کوشش کړې دی، چې د ده نوم لکه دنورو لیکوالانواو شاعرانو په څیر زموږ دهیواد د ادب په تاریخ کې نه هیریدونکې اونه ورکیدونکې دی .
(ياد دی ژوندې او د ده ادبي ډیوې دی تل بلې اوسي .)
په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادر مسعود
دپرهيز صاحب دشعري اثر نه مو چې (د زړه بڅری)نومیږي یو څو شعرونه خوښ کړې دي، چې دتاسو ادب دوستانو پام ورته راګرځوم :
زما لیلی وطنه!!
تل ستا خدمت ته یم ولاړپه ټینګه ملا وطنه زما لیلی وطنه
په هر یو کار کې لټومه ستا رضا وطنه زما لیلی وطنه
وطنه ته مې مشال زه دې پتنګ یم لیوال
په سولو نه یمه ټال لرمه تل دغه خيال
تل ستا دمینې اور کې خوښ یمه جلياوطنه زما لیلی وطنه
ته زما باغ وبوستان څښتن دې مه کړه خزان
وې دې ستا خوښ بلبلان کله راتلی شی قارغان؟
د غیرت توره مې تر ملا ماليار یم ستا وطنه زما لیلی وطنه
فولادی زغر د غیرت لرم په تن دهمت
ټوپک په لاس د وحدت کوم د ستا حفاظت
بد خوا غلیم کله پریږدمه ستا په خوا وطنه زما لیلی وطنه
پښتون عسکر یمه زه لوی ځیکر وریمه زه
لکه اژدریمه زه په غلیم بریمه زه
د ننګ په ځای کې د سرکله کړم پروا وطنه زما لیلی وطنه
پښتون عسکر یم زمری په بل چا نه کړم تیری
که څوک په ما کړی تیری زه به ترې وړمه بری
څښتن می مل یم مسلمان تاج د ایشيا وطنه زما لیلی وطنه
ما ظالمان رټلی ښکیلاک ګران رټلی
هم خاینان رټلی په سپین میدان رټلی
دآزادۍ لمر کړی شوغلی ستا په فضا وطنه زما لیلی وطنه
افغانستان ساتمه خپل لوړ نشان ساتمه
پت د انسان ساتمه په هر زمان ساتمه
دا مې لوړلی د (پرهيز)په دې انشا وطنه زما لیلی وطنه
ځلمی پښتون!
ځلمی پښتون یم دپښتو ټوله معنی پیژنم
چې پکې ژوند کړم دشرف هغه دنيا پیژنم
مور په زانګو کې راته درس د قربانۍ راکړی
د ابراهیم خلیل الله دین له پخوا پیژنم
وطن ناموس دی دناموس ساتنه فرض ده په ما
دې فریضه کې لوی ایثار دخدای رضا پیژنم
وړی جنازې د شهیدانو د آسمان ملکې
لویه رتبه دشهادت زه په ریښتيا پیژنم
زه داسی مرګ په پنځه و خته له څښتنه غواړم
هم افتخار د نوی نسل په سبا پیژنم
که څوک زما په حریت او آزادۍ بلوڅیږی
زه به هغه ظالم روا ځانته غزا پیژنم
دغه پیغام په لوړ آواز دی زما ټول پښتون ته
چې بی د تورې دپت ژوند لکه عنقا پیژنم
توری له تیکو نه بهر کړی يا چار يار وکوی!
د کمینه غلام تنبه ته دا فتوا پیژنم
دغه پیغام دی د(پرهيز) دلروبروپښتون ته
چې پښتنې ژوندته آزاد د پښتونخوا پیژنم
لوی ظفر!!
د دنيا موقتی ژوند دی ، نن سبا ترې کوچ سفر دی
دا چې هست دی په دنيا کې،لوی سفر ته یی حضر دی
که زر کاله څوک ژوندی وی، خو بيا هم مرګ ورپسی دی
چې نیټه د مرګ پوره شی، هغه دم بيا لاس په سر دی
مال دولت اولاد شی پاتی ، په تش لاس ترې روانيزی
ګور کفن دی هم په شک کې، چاته رسی خدای خبر دی
د انسان همیشنی ژوند، پس له مرګه دی عقبی کې
مومنان ځی جنتوته ، ملحدانوځای سقر دی
مومنان به وی تل پاتی، د بهشت په نعمتو کې
هلته حوری او غلمان دی ، لوی نعمت حوض کوثر دی
دشیدو، شاتو،شرابو ويالی ډکې وې روانې
دا توصیف په پاک قرآن کې،الله کړی مکرر دی
د دنيا په نعمتو هم شکر ډیر کوه (پرهيزه)
چې دیدار درب ته ورشی دا نو څومره لوی سفر دی؟
عرفان
هغه څوک چې په عرفان سره حسیب شی
په نظر دټولو خلکو به حبیب شی
مستغنی به وی په ژوند په هر هر ځای کې
چه دعلم خزانې د چا نصیب شی
ناپوهۍ د میکروبو سره به یی جنګ وی
چه دپوهی په حکمت سره طبیب شی
کوم ناپوه که په طالع او چانس شی وړاندی
بله ورځ ارومرومخ په نشیب شی
علم زده کړه او مسلح شه د اخلاقو
ځکه هر ځای د لمانځنی وړ ادیب شی
چه رنځور پخپل (پرهيز) کی احتياط نه کړی
بيا آخته په بابېړي هغه غریب شی
پوهنه رڼا ده
پوهه ژوند دی، رڼایی ده، بی له پوهې ژوندون ګران دی
چا چه پوهه ټینګه کړی، هغوي خيال نن تر آسمان دی
د پوهنې لوی ډیوې خو، وي روښانه زمونږ کور کی
اوس چه پاتی یو تياره کی، ټول قصور زمونږ د ځان دی
تېر په تېره، تېر به هیر کړو، عزيزانو اوس هم وخت شته
ځان سمبال په علم وفن کړی، چه پراخ درته میدان دی
په دې هر سړی قایل دی، چه بی پوهی ژوند هیڅ نه شی
بی له پوهی به ژوند وشی، خو دا ژوند د مړو په شان دی
هغه خلک چه نړۍ کې، پر مخ تللی په شان شان دی
هغه واړه وطنپاله، ساینس پوه تخنیکران دی
د(پرهيز) د (زړه بڅری) په خوږ لن د ننه کار کړی
وخت به راشی چه په پوهه، دا هیواد ګل وګلزار کړی
بهار درومی!
جار دې شم ساقی شراب پيالې پيالې
راکړه دم په دم چې شم خولې خولې
وچې تړسیدلې شونډی ناست یمه
حیف چې بهار درومی بی نشې نشې
ګوره زاهد ناست دی د شاهد سره
سر پرې شرابونه دی ولې ولې
خلاس کړه دخم سر چې خمار مات کړمه
وکړم په هر پيک په غم حملې حملې
داسی نغمه سر کړه چې ياران مست شی
پورته شی محفل کې ولولې ولې
دا تنده به ماته کړم (پرهيزه)ستا
بس دی زياتی مه کوه ګیلې ګیلې
توره شپه
په کارمې هیڅوک نشو دهجران په توره شپه کې
محبوبی کړه رڼا زما جهان په توره شپه کې
که غم دې بېلتون راباندی جوړه توره شپه کړه
خو جوړ د زړه لمبو کړ چراغان په توره شپه کې
توپان د ارمانونو مې ودان زړه کې پیدا کړه
شروع چې مې د سترګو شی باران په توره شپه کې
تياری او تروږمۍ کې رانه ورکه لاره چاره
پوه نه یم چیرته لیږدی می کاروان په توره شپه کې
(پرهيزه) په ژړا ژړا کې بار د زړه سپکیږی
فایده ده خپه نشی د باران په توره شپه کې
زه او شمع
یوه شپه تته رڼا کې په ژړا وم
لکه شمع سوزیدمه یک تنها وم
شمع ورو ورو سوزیده ویلې کیدله
سوز ګداز د عشق نه ډیر په واویلا وم
ما وې شمعې ته په څه داسې ژړا کړې
زه اريان ستا دې ژړا ته لا پخوا وم
شمعی وی په نرۍ ژبه په ژړا کې
چې له اصله سوز ګوداز ته زه پیدا وم
څو چې سوزم ویلې کیږم ژوندۍ پایم
که دا نه وی لا د وخته زه فنا وم
هومره ژوند کړم چې سوکړی شم سر تر پایه
زه پخوا لا پوه دژوند پدی معنی وم
حقیقت د بیوسۍ شمعی څرګند کړ
که څه هم (پرهيز) د سوز ګداز اشنا وم
هیریږی کله؟
جانانه ستا ښکلی يادونه مې هیریږی کله؟
مستې مستۍ او ستا نازونه مې هیریږی کله؟
که په بیوزلی زړه مې بار راز راز غمونه دی ډیر
واړه به هیر کړم ستا غمونه مې هیریږی کله؟
ستا د خوږو شونډو مزه چې یو ځل ما څکلی
په ژوندانه کې دا خوندونه مې هیریږی کله؟
ستا خوږه مینه مې په وینو کې ټوپونه وهی
دا تلوسې او دا ټوپونه مې هیریږی کله؟
(پرهيز) به مړ شی په ارمان ارمان کې خاوری به شی
ستا په مړوند د ناز خوبونه مې هیریږی کله؟
مینه دزړه کار دی
تا نه چې زړه خپل صبر ولی نه شم
چاره مې څه ده څه کولی نه شم
دا دزړه کار دی هیڅ تدبیر نه منی
دا مې تقدیر دی بدلولی نه شم
په تروه تنډه راته مه ګوره هیڅ
مینه کې دا وضع زغملی نه شم
دننه زړه کې مې بریښونه کیږی
دا په هیڅ شی ټکرولی نه شم
ستا استغنا می ژړوی محبوبی
سیلاب د اوښکو وچولی نه شم
(پرهيز)خو تاته معصوم زړه درکړی
دا معصوم هیڅ کرارولی نه شم
د مینی دنيا
ستا ښکلی دنيا ته په هوس ارمان راغلی یم
لاس دمینې راکړه چې زه ډیر ستومان راغلی یم
کښینه مخامخ راسره ای محبوبی جار دې شم
ګوره سوی لوی د پتنګ په شان راغلی یم
ښه په مینه مینه نازولې راته وګوره
ستا د خوږو سترګو په آرزو حیران راغلی یم
ستا په لټه راغلم راته ګوره د مجنون په شان
ستا لیدو د پاره په ژړا افغان راغلی یم
وکوه زړه سوی او ډیره مینه ته له ماسره
خیر که مسافر یم زه په ښه ګومان راغلی یم
راشه د سرو شونډو په پياله مې تنده ماته کړه
مات به خپل (پرهيز)کړم زه په کلک پیمان راغلی یم
ښکلی خيال
بیګاه ښه شپه وه تا سره ناست په پالنګ ومه زه
د دنياګۍ ټولو غمونو نه په څنګ ومه زه
ما درته کړی ګیلې ماڼې تا کړي دناز خبری
ستا د سرکو شونډو ښکلا ته ېواترنګ ومه زه
د ډیری مینی غورزو پرزو کې ناڅاپه ویښ شوم
چې نه وصال و نه مینا نه ستا په څنګ ومه زه
یواځی پروت ومه زه (پرهيز)ستا په خېالونو کې ډوب
په صبحدم کې مایوسۍ سره په جنګ ومه زه
د قدر شپه
هغه شپه ياده کړه چې دواړه خوا په خواوسره
ناز نيازونو کې غمونونه جدا وسره
دپیغلتوب مستو مستیوکې غرقا آوی ته
زه د ځوانۍ په نشه ډوب وم معما وسره
په ناز مکيز به سر زما په څنګل کیښوده تا
ما به کړې لوبې ستا د زلفو اژدها وسره
ستا شرابی شونډو کې پټی د ځوانۍ نشی وې
زه مست خراب وم ستا دحسن د مینا وسره
د قدر شپه وه ای (پرهيزه) بيا به راشی کله؟
چې رازو نياز کې محو شوی تر سبا وسره
د شونډو مسکا!
لیلی ستا په سرو شونډو کې موسکا مزه کوی
رښتياچې نازنینی ستا ادا مزه کوی
په ډیره توده مینه مې یو ځل خواته نژدی شه
قسم چې دا ستا خوله له هرې خوا مزه کوی
چې ته نازو نخری کړی زه عذرونه او زارۍ
په ترڅ کې غلې غلې څه عطا مزه کوی
که بای می لوده عقل هیڅ ګرم نه یم محبوبی
د مینی د پوړۍ دا ارتقا مزه کوی
(پرهيز)به سپیلنی شی ستا د حسن په مجمر کې
محبوبی دا لوګی تاته بيا بيا مزه کوی
مستې خبری!
وینځی چه مې زړه تل له غمونونه
جار شم د مغان ډکو خمونونه
فرش مې مصلي کړه د ساقي پښو ته
اخلمه اوس خوند ډکو جامونونه
ژوند مې ابته شو پرهيزونو کې
هسې شوم ستومانه دې سوچونونه
لار د خرابات مې اوس نیولی ده
موړ یم د چلو رياضتونونه
کله وی مستی کله خمار دلته
وینم جهانونه د کیفونونه
خوښ یم د رندانو په محفل کی اوس
بيا مې مونده ژوند دې اتڼونونه
مست وخراب خوښ یم خرابات کې پروت
نه کړم انتفاع د چا پندونونه
دا مستې خبرې د جنون نه دی
کړمه دا له پوهی او فکرونونه
ما چه خپل (پرهيز) په میو مات کړلو
ګرم یم دخوبانو له نازونونه
ژوندی فکرونه!
نړۍ واله زړوره توريالی قومه پښتونه
ژر ښکاره دې کړه میړانه، بيا پوره کړه خپل هوډونه
یو ځلی بيا ټولې نړۍ ته میړنتوب دې خپل څرګند کړه
خپل تاریخ په غور ګوره چې وو څنګه ستا نیکونه؟
د وطن لیلی په مینه هغوی تیر له مال وسر وو
له وطنه یی ځارول تل خپل مالونه او سرونه
دا په تا څه کانی وشوی چې ډب ډوب په خوب وده یی
ړوند او کوڼ شوې ګورې نه چې په تا کیږی څه چمونه
لور په لوری ترقی ده خلک وختل آسمان ته
ته اوس هم نه کوی پام چې په تا څه کیږی کارونه؟
بی له پوهی ژوندون ګران دی په نړۍ کې که پوهیږی
شوه دنياد هغوی خلکوچې ژوندی لری فکرونه
ستا دې لوړو، غرو، رغونو، د غیرت کلکه زانګوکې
دې روزلی ننګيالی او ډیر پتمن ستر ستر مېړونه
ته بچی یی د دې خاوری حلالی زوی د پلرو خپل
ته هم هغه شان پښتون شه زده کړه هغه شان خویونه
دغه هسک او اوچت غرونه دا څپاندلوی لوی سیندونه
که ته پوه شی ستا لوړتيا ته ، دا دی واړه مخزنونه
برښنا شته ستا په سیندوکې ، غرونه ډک دی له فولادؤ
لویی دښتی درته څار کړی، چې ته جوړ کړی لوی بندونه
راشه پاڅه په کلک عزم ، مټې و نغاړه خپل کارته
ای (پرهيزه) وایم تاته، راشه پریږده نور بحثونه