
روهي( درې نۍ/۸ د غبر ګولي )، د جاپان په ټوکیو ښار کې د یو سړي له خوا په چاقو سره دوه کسان وژل شوي او د یو ښوونځي ۱۴۵ نور زده کوونکې ژوبل شوي دي چې د ژوبلشوو څخه یو تن یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
دا برید د یو خصوصي ښوونځي په زده کوونکو شوی دی چې یاد ښوونځی د کاتولیک مذهب پورې تړوا لري چې د ژوبل شوو زده کوونکو عمرونه د ۶ او ۱۲ کلونو په مینځ کې دي.
د دغه بس موټروان پولیسو ته ویلي دي چې د یو سړی ولید چې په لاس کې ورسره چاقو و او خلک یې ورباندې ووهل.
موټروان زیاته کړې ده چې هغه زده کوونکې چې وژل شوې ده ۱۲ کاله او سړی ۳۹ کاله عمر لري.
د دې برید انګیزه لا تراوسه روښانه نده خو د پراخه امنیت ګواښ ته هیڅ ډول ډار نه و.
برید د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټومپ د وروستیو ورځو په ترڅ کې جاپان ته د څلورو ورځنیو سفرونو په ترڅ کې رامنځته شو.