ټرمپ او شنزو ایبی: سپوږمۍ او مریخ ته به په ګډه ځي   

روهي( درې نۍ/۸ د غبر ګولي )، د امریکا ولسمشر ټرمپ په یو ګډ کنفرانس کې د جاپان لومړي وزیر شنزو ایبی سره ویلي دي چې د جاپان او امریکا یو د بل سره نژدې اړیکې لري او دواړه هېوادونه به سپوږمۍ او مریخ ته په ګډه خلک ولېږي.
 

ټرمپ په دغه ګډ کنفرانس کې د ایران په اړه هم نوې څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې د ایران خلک ښه خلک دي او مونږ د هغوي سره هم ښې اړیکې غواړو او د ایران حکومت نه بدلوو خو د اوباما تړون د ایران سره بد و.
 

ټرمپ د چین په اړه ویلي دي چې په اوس وخت کې د چین سره تجارتي پرمختګ نه غواړي خو راتلونکې کې ورسره په ګډه کار کول غواړي.