
روهي( دوه نۍ/۷ غبر ګولي )، شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ ډزو کې چې پرون ورځ یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پرلت کوونکو وکړې په همغه ځای کې ۵ نور مړي پیدا شوي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دي.
پرون ورځ محسن داوړ ویلي وو چې پوځ په سیمه کې په تګ راتګ بندیز لګولی دی او یو شمېر ژوبل کسان په سیمه کې پاتې دي. اوس داسې انګېرل کېږي چې دا مړي همغه پروني ژوبل شوي کسان دي چې پوځ یې چاته د روغتون ته د وړلو اجازه نه ورکوله.
د پاکستاني پوځ د دغه برید په تړاو پاکستان کې یو شمېر ګوندونو ( عوامي نېشنل ګوند، وطن عوامي ګوند، پيپلز ګوند او مسلم لیګ نون ګوند ) دا برید غیر مسولانه بللی او ویلي یې دي چې ایا د پاکستان پوځ ته د بنګلدېش د ازادۍ وخت یاد نه دی چې دوي بیا داسې غیر مسولانه کړنې ترسره کوي.
بله خوا د پښتون ژغورنې غورځنک ترڅنګ وطن عوامي ګونو او عوامي نېشنل ګوند هم د پاکستان د پوځ د دغه کړنه ښکاره ظلم یاد کړی او خپلو طرفدارنو ته یې د لاریونونو ویلي دي.