خدای خو مهربان دی

خـلـي او خــزالــې پـــه ســـر اخـلــي چـــې طــوفــان راشــي
ځـمــکــه پــــه ســر اخـلــي پـــه غـوصــه چـې افـغـانـان راشي
 
خــاوره لـــــه پــلارونـو نــــــه بـچــو تـــــه پـــــه مـــيـراث رســـي
نـــــه رســي بــل چــا تـــه کـــه کـوز ځـمکې ته اسمان راشي
 
پــورتــــه چـــې ولـــس شـــــي، آزادي او عــدالـــت غــواړي
مـات شي په شا درومي که يې جنګ تـه ټول جهان راشي
 
نـــــه جـوړيـږي څــوک چــې د تــاريـــخ جـبــر وهـــلــي وي
نــــه يـــې شــي ژغــورلــی کــه علاج تـــه يــې لـقـمـان راشــي
 
پـريـږدئ افــغــانـان خپل ســرنوشت پــــه خــپـــلـــه وټـاکــــې
تـرس او وحشـت نـــه وي، انـســانــي ژونـد په افغان راشي
 
خـــدای کـــه د ښــکاريــانــو د ټــو پــکــو مــاشـې ماتې کړي
بـيـا پــــه بــام کــوتـرې، شـنـو بــاغــو تـــه بــه طوطيان راشي
 
بـيـا بــــه کـــرغـــيــړن کارغـــه د بـاغ پـاچــاهــي نــــــه کـــوي
بــيــا کــــــه بــهـــار راشـــې او ګلــشـن تــــــه بــلـبــلان راشـــي
 
مـــاتـــې بــــه پــيــالــې کــړي، مـيـخانـه بــه دړې وړې کړي
پــــيـژنــي شــراب ســـاقـــي،کــــــه دلــتــــه شـــرابـيــان راشــي
 
مــــات بـــه دی چلـم کـړې، سرخانې به خچې پچې کړې
ګــوره! بـنــګ فـــروشــه کــه کوټکـۍ تـه دی چرسيان راشي
 
شــيخـــه! عــبـــادت کـــې چـــيـغــې مــــــه وهـــــه ارام اوســـــه
سـم لمـــــــونځ بــه در زده کړې ، کـه مسجد تـه عابدان راشي
 
پــړې د زنـــــدۍ بــــــه ستــــا شــــي پــيـره! د تــذويــر تسپــې
لــــږ څــــه کــــه راويښ شـي او په هوش دی مريدان راشي
 
ستـــا ښکلـــی رښمـين چــپن، کــفــن بـــــه مــلا تـــا تــــه شـي
لــــږ څــــــه پـــه رڼـــا کــــې کــه جومات تـه مـقـتـديـان راشـي
 
مخ به دی درتور کړي، قاضی تا به په خره سپور کانـدي
خـــدای خو مــهــربــان دی، محکمې ته به قاضيان راشي
 
ســور اور بـــــه لـــــــه قــهــره د (( شهـيد )) مـــزار تـــه واچـوي
پـــيــژنــــې د پــلار قــاتــل، کـــــــه دلــــــتـه يـتـمـــان راشـــــــي
 
روغ رمـــټ پــــه ځــان يـــم، خـلـکــو زه خــو لـيـونـی نه يم
څــوک چـې رښتـيـا وايـي ستـاسو ولـې پـرې ګـومـان راشي
 
زه ((قــيـام )) ګــرم نــــه يــــم، خلـکــو مـــا مـلامــت مــه بولئ
ګــرم زمــا قـلـم دی، چــې څـــه لـيکـې پـــه هـيـجـان راشـي
 
الحاج الهام الدين ((قيام)) جرمنی