
روهي( یوه نۍ/۶ د غبر ګولي )، نن ورځ د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ په هغو غړو باندې ډزې وکړې چې هغوي په شمالي وزیرستان کې پرلت وهلی وو.
د یاد غورځنګ درې غړي د پوځ په ډزو کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. همدا ډول علي وزیر او ګل عالم هم د پاکستاني پوځ له لورې نیول شوي دي.
مخکې داسې راپورونه راغلي وو چې محسن داوړ هم ژوبل شوی دی خو محسن داوړ جوړ او هغه نه دی ژوبل شوی.
د پي ټي ایم غړي وايي، چې پوځ له میرانشاه نه تر خړ کمر پورې پر ټولو امنیتي پوستو د تګ راتګ بندیز لګولی او ټپیان روغتونونو ته نه پریږدي.