
نن ورځ د پاکستان پوځ په شمالي وزیریستان کې په پرلت کوونکو ډزې کړې دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ په ګډون ۱۵ کسان سخت ژوبل شوي دي.
همدا ډول د پاکستان د پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور مخکښ غړي علي وزیر او ګل عالم د پوځ له لورې نیول شوي دي.
خواله رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي چې هر ډول قربانۍ ته تیار دي خو یواځې د منظور پښتین امر ته اتظار وباسي.