غزل

غـــــــــــزل
سـپـېده دم او په سبا کې
د سپوږمۍ په تجلا کې

د یو ګـــور چـــنـار د لاندې
وم د یار سره په خوا کې

څه د مینې راز و نیاز و
په مــکـــېز او په ادا کې

د دوه زړونو پیوستون و
د بــلـــبـــلو په نــــــــــوا کې

نه غـــمـــاز و، نه رقـــیب و
بلاکیـــفه شـان دنیا کې

وو زمونږه په چوپړ کې
هره حوره په حیاء کې

ما یو ګـــوټ د میو وکړ
د روا پــه نـــــــــاروا کې

څه بې شانه ساز سرود و
د سمع و تاب په چا کې

د محبوب سره لیده وو
په کـــــلام د لاَ اِلــهٰ کې

اې امین مسعوده ګوره
ددې خوب تعبیر دعا کې