
روهي( یوه نۍ/۶ د غبر ګولي )، سوېډن کې د مسیحیانو ډیموکراټ ګوند مشرې ایبا بوش هغه مقالې چې پکې لیکلي دي ترکیې ته تر هغه باید د اروپايي ټولنې غړیتوب ورنکړی شي تر کومه چې رجب طیب اردوغان ددې هیواد ولسمشر وي. اوس دې مقالې ډیر سخت غبرګونونه پارولي دي.
د سویډن د مسیحیانو ډیموکراټ ګوند مشره چې غواړي د ولسمشر اردوغان سره د مخالفت په ښودلو سره د اروپا په پارلماني ټاکنو کې ملاتړ ترلاسه کړي په خواله رسنیو کې ډیره سخت غبرګونونه پارولي دي.
نوموړې مقاله د سويډن د SVD په ورځپاڼه کې خپره شوې ده .
د دادیر لیکار په نامه د ټولنیزې مډیا یو تن فعاله ایبا بوش ته د لیکلې مقالې په ځواب کې ویلي دي چې « اردوغان د نړۍ تر ټولو ښه مشر دیاردوغان نن ورځ اروپايي ټولنې ته اړتیا نلري بلکې اروپايي ټولنه اردوغان ته محتاجه ده. »
همداشان د ټولنیزې مډیا یو تن بل فعال بیا ایبا بوش ته په ځواب کې ویلي دي چې لږ تر لږه خبرونه او تلویزیون خو تعقیب کړه. نن ورځ پدې ټول ښه پوهیږي چې اروپا اردوغان ته اړتیا لري. هغې خپل هیواد د اقتصادي پلوه ډیر غښتلی کړی دی.ترکیه نن ورځ د اروپا لپاره په یو ډیر مهم اقتصادي هیواد بدل شوی دی.