ډنډ ډنډ وینې په دې ځمکه دي ولاړې
د شهید کلي کوڅې دي شاړې شاړې
مورکۍ بیا زوی پسې ډیرې چیغې وکړې
په ژړا ژړا یې کیناستلې غاړې
که هستي وکه که نیستي وه خو تا یوړه
نور نو څومره قرباني له موږه غواړې
ته چې لاړې نو دژوند مزه هم لاړه
پسرلیه له دې دښتو چیرته لاړې
خدای به پوه کړي زما خلک عمرخیله
تو کوي به هر غدار ته په مخ لاړې
وروستي