له جګړې ړاندې

زه د وطن کلونه وړاندې 
پخواني عکسونه نه ګورمه
له جګړې وړاندې له ثبت شویو ویډوګانو
پټومه سترګې
دغه عکسونه راته
د منظم وطن کیسه کوي
د یو غریب ملت وقار پکې له رایه ښکاري
زه فکر کړمه دا دروغ دي دغه موږه نه یو
دا خلک فکر لري روغ دي دغه موږه نه یو
زه د وطن کلونه وړاندې
پخواني عکسونه نه ګورمه
په دې عکسونو کې
دوطن روح راته آرام ښکاري
د هر سړي په خوله خندا سترګو کي جام ښکاري
زه دوطن له جګړو وړاندې
پخواني عکسونه،نه ګورمه
د وطن نا رامه روح ته مې
بیا زړه خوږیږي
بیا مې تر ډیره وخته خوب نه