وېنزووېلا کې لسګونه بندیان د پولیسو سره په نښتو کې وژل شوي دي

روهي( نۍ/۵ د غبرګولي )، د وینزویلا په شمال لویدیځ کې د پولیسو د سیل بلاک په وړاندې د نښتو په نتیجه کې۲۹ تنه بندیان وژل شوي او۱۹ پولیس افسران ټپیان شوي دي.
 
 
 
دا پیښه چې د ( اکرایګوای ) سیمه کې د پورتیګوېسا په ښار کې رامنځ ته شوې، د دولتي چارواکو لخوا د ناکامې تېښتې هڅې په توګه یاده شوې، مګر د بشر حقونو ډلو بیا ډلییزه وژنه بللې ده.
 

د پورتیګوېسا د امنیت سکتورمشر آسکر ویلرو خبریالانو ته ویلي: "چې دا د بند څخه د تیښتې هڅه وه چې د بندیانو او پولیسو منځ کې جګړه رامنځ ته شوه"
 

چې د تیښتې څخه مخنیوي لپاره د پولیسو مداخله وکړه چې په پایله کې ۲۹ بندیان وژل شوي او ۱۹ پولیس افسران ژوبل شوي دي چې دغه بند ځای کې ۳۵۵ بندیان ساتل کېږي.
 

د بشري حقوقو ډلې د یادې پېښې رسمي پوښتنه کړې ده.
 

بله خوا د وینزویلا د زندانونو نظارت کونکي (هامامتو پراادو ) ویلي دي: "دا څنګه ده چې د بندیانو او پولیسو تر منځ مقابله وه؟ "او که بندیانو وسلې درلودې، هغوي دا وسلې څنګه ترلاسه کړې؟"