هندوستان هېواد کې اور لګېدنې ۱۹ کسان وژلي

روهي( نۍ/۵ د غبرګولي )، د هندوستان هېواد په ګجرات ایالت د یوې ودانۍ ۳ او ۴ پوړونو کې د اور لګېدنې له کبله ۱۹ کسان وژل شوي او په لسګونه نور زده کوونکي د ودانۍ څخه د ټوپونو د وهلو له کبه ژوبل شوي دي.
 

د وژل شوو او ژوبل شوو عمرونه د ۱۴ او ۱۷ کلونو په مینځ کې دي چې ټول زده کوونکي دي او د اور لګېدنې پر وخت په یادې ودانۍ کې د ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې زده کوونکي په دغه ځای کې موجود وو.
 
 
داسې مالومېږي چې اور د برق د خرابۍ څخه پیدا شوي وي.
 

نرېندرا مودي هم په دغې پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده او د ګجرات حکومت ته یې امر کړی دی چې د ژوبل شوو کسانو د علاج لپاره د ټولو ممکنه لارو کار واخلي. او د دغه ځای حکومت ته یې په پېښه کې د زیانمنو شوو کسانو سره د بېړنیو مرستو امر کړی دی.