
شکرالله مخلص
د انجمن فرهنگی زنان افغان لخوا د شمشتو د نصرت مېنې کیمپ کې د اسلامي عقيدي شپږ ورځنۍ دوره د جمعيت اصلاح په مهاجرزون کې د انجمن فرهنګي زنان افغان د اداري لخوا د شمشتوپه نصرت مېنه کې د دارالاصلاح للايتام په انګړ کې دمسلمانو خوينديولپاره شپږ ورځنۍ دوره دايره شوه .
ديادوېي وړدي چې انجمن فرهنګي زنان افغان دپېښور په مربوطاتو کې دغه ډول ديني، ايماني او تربيتي پروګرامونه دايروي چې تر اوسه په زرګونو خويندو ددې اداري له ديني پروګرامونو څخه استفاده کړې ده اوځېنې نوي پروګرامونه يې په لاندې توګه دي:
د دینی علومو دارالمعلمین:
دغه انجمن مخکې حيات آباد کې وو او اوس په ارباب روډ د فرهنګې اسلامي مرکز خوا ته انتقال شوې او فعاليتونه يې روان دي د ديني علومو دارالمعلمين يې نوې پيل کړې داخله او درسونه يې روان دي چې هدف يې ټولنې ته ښځينه ديني استاذانې تقديمول دي
ديني ،ايماني، درنده او شانداره دوره :
انجمن فرهنګي زنان افغان د خپلو فعاليتونو په سلسله کې د ١٣٨٩ لمريز کال د مېزان د مياشتې له ٢٧ نيټې نه د عقرب تر ٢ نيټې پورې شپږ ورځنۍ د اسلامي عقيدي درنده ، شانداره، ايماني او تربيتي دوره نيولې وه چې له ٢٠٠ نه زياتو خويندو په کې ګډون کړې وو .
چۍ تفصيلات يې په لاندې ډول دئ:
د دورې موضوعات او تقديم کوونکې خويندي:
ددې ايماني، درندې او شاندارې دورې درسونه لاندې خويندو تقديم کړل .
١: په الله ايمان او د توحيد حقيقت: استاد مريم
٢:په ملايکو ايمان او د هغې ګټې: استاذ عادله
٢: په اسماني کتابونو او رسولانوايمان: استاذ سعيده
٤: د آخرت په ورځ ايمان او د انسان په ژوند کې د هغې اغېزې: استاذ نور ضياء
٥: په تقدير ايمان : استاذ نورضياء
٦ : د مرګ نه وروسته په بيا راژوندې کيدلو ايمان : استاذ عاليه د انجمن مديره
يقينا ډېر د ستاينې وړ مفيد او ارزښتناک پروګرام وو.چې د ګډون کوونکو په ايماني او عقيدوي اړخ کې پوره کار وشواو د اسلامي عقيدي ضرورت د مسلمان په ژوند کې او د بي ايمانۍ دنياوي او اخروي ضررونه بيان شول. او د عقيدې کږ لاريو ته اشاره وشوه او د هغوۍ څخه د ټولنې د خلاصون او ژغورلو په اړه ګټور درسونه وړاندې شو چې ګډونوالو ډېر مفيد ارزيابې کړل.
د دورې وروستۍ ورځ او شانداره کنفرانس
د دورې په وروستۍ ورځ چې د عقرب د ٤ نيټې سره برابره وه درنده غونډه د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه چې ٣٧٠ تنو خويندو په کې ګډون وکړ او په زړه پوري موضوعات په کې شرحه شول لکه :
١: د اسلامي شخصيت ځانګړتياوي : استاذ فضيله
٢: د مسلمان په ژوند کې د اسلامي عقيدي اغيزې: استاذ لطيفه
٣: دمسلمان لپاره د عقيدوي مفاهيمو د زده کړې ارزښت: استاذ عادله
د پروګرام په ترڅ کې د عقيدې اونورو اسلامي موضوعاتو په اړه مسابقه هم ترسره شوه .
د پروګرام په پاى کې د انجمن د مديرې استاد عاليه او د انجمن د معاونې استاد فضيله لخوا د پوره دورې ګډون کوونکو ته سندونه ورکړل شول. محفل په دعائيه ختم شو .پاتې دې نه وي د سټيج چارې خورعايشه قانت پر مخ بيولې.
تبصره:
د هجرت په چاپيريال کې دا لومړنې او بې سياله پروګرام دى چې د خويندو لخوا د عقيدې د مهمو موضوعاتوپه اړه په کې درسونه او بيانيې وړاندې شوي او د دارالاصلاح للايتام د محترم مسئول او اداري څخه مننه کوو چې دغه پروګرام لپاره يې زمينه برابره کړه د الله تعالى څخه ورته د پوره اجر او په راتلونکې کې د مزيدې همکارۍ غوښتونکې يو